ملي‌امنيت: د غزني جګړه د ISI په امر، ۴ جبهو پر مخ وړه
۲۷ اسد ۱۳۹۷ 250347 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ملي‌امنيت: د غزني جګړه د ISI په امر، ۴ جبهو پر مخ وړه

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي‌ چې د غزني وروستۍ جګړه دوه میاشتې وړاندې په پاکستان کې د هغه هېواد استخباراتي شبکې (ای‌ايس‌ای) پلان کړې وه او په طالبانو یې دغه پلان عملي کړ. 

 

سرخط ورځپاڼې ته د افغانستان په ملي‌ امنيت کې يوې باوري سرچينې مالومات ورکړي دي چې ښيي دغه جګړه د ای‌ايس‌ایس په امر، د ترهګرو څلورو جبهو پر مخ وړه. 

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، د يوې جبهې مشري زبير بن العوام کوله چې يو سل او شل تنه جګړه‌مار یې درلودل. 

د دغې جبهې تر نيمايي‌ زيات جګړه‌مار د پاکستان د پنجاب ايالت د ګوجرانواله او کم يې د خيرپښتونخوا اوسېدونکي وو.‌

زبير مستعار نوم، خو دی هم د ګوجرانواله اوسېدونکی دی.‌

 

سرخط ته په رسېدليو مالوماتو کې ويل شوي دي چې دويمه جبهه بيا نوي کسيزه وه او مشري یې د خالد بن وليد په نامه يوه پاکستاني کوله. 

د دغې جبهې مشر د پاکستان د ايبټ اباد سيمې اوسېدونکی دی او جګړ‌مار یې ټول د لښکر طبيبه ترهګرې ډلې غړي ول.‌

 

درېيمه جبهه بيا د عمر بن الخطاب په مستعار نامه د يوه طالب قوماندان وه. 

په دغه جبهه کې ټول ټال اووه اويا کسه غزني ته راغلي ول چې زيات یې خټک قوم او په دې سربېره پکې د زرمت او کندهار جګړه‌مارو هم برخه درلوده.‌

 

او وروستۍ جبهه بيا د المنصور په نامه وه چې په حقاني شبکه پورې يې اړه درلوده. 

تر لاسه شوي مالومات ښيي‌چې په دغه جبهه کې يو سل او شل ترهګر د غزني جګړې ته رالېږل شوي ول چې ډېر يې د پکتيا، پکتيکا، غزني، زابل او جنوبي‌وزيرستان اوسېدونکي وو. 

 

ملي امنيت وايي،‌ د غزني‌ د بريدونو په اړه يې لا هم څېړنې روانې دي او ژر به د مالوماتو تر بشپړولو وروسته، دا او نور اړوند مالومات له اسنادو سره يو ځای پاکستان ته وسپاري. 

 

تېره ورځ ولسمشر غني هم په غزني کې د وينا پر مهال ويلي وو چې له پاکستان څخه د غزني‌ د جګړې حساب غواړي. 

 

خو تر دې وړاندې بيا د پاکستان پوځي چارواکيو د غزني په جګړه کې خپل لاس لرل رد کړي ول او دا يې هم نه منله چې ګواکې له دغې جګړې د ترهګرو سلګونه جسدونه پاکستان ته وړل شوي دي. 

 

پاکستاني لوري د دغې جګړې په اړه، د افغانستان د ادعاوو لپاره،‌ د اسنادو غوښتنه کړې وه. 

 

يووه اوونۍ وړاندې زرګونو ترهګرو د غزني پر مرکز جبهه‌يي بريدونه پيل کړل چې څو ورځې يې دوام وکړ.‌

په دغو بريدونو کې د دريو سوو په شاوخوا کې سرتېري او عام وګړي شهيدان، سلګونه ژوبل او لسګونه ودانۍ وسوځېدې. 

 

هاخوا بيا تر يو زر او پنځه سوه زيات ترهګر هم په دغو بريدونو کې ووژل شول چې د ډېرو جنازې يې تر ډېورنډ واړولې شوې او لا هم ډېرې پاکستان ته پر لاره دي.‌

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې