درې غوره لوبغاړي پاکستان ته ځي
د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په پار ۲۰۰ افغان بایسکل ځغلوونکو په کابل کې ۴۰ کیلو متره لار ووهله او د دې سیالۍ درې غوره لوبغاړي به نن د سیمهییزې سیالۍ د لپاره پاکستان ته سفر وکړي.
د بایسکل ځغلولو د فډراسیون رییس محمد حسین حمیدي وايي، په دې سیالۍ کې له کابل، بامیان، خوست، میدان وردګو، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پروان او بغلان ولایتونو څخه ۲۰۰ لوبغاړیو ګډون درلود.
د هغه په خبره، د لوبې ګډونوالو په منظم ډول ۳۰ کیلومټره بایسکلونه و ځغلول او له هغه وروسته یې له قرغې څخه د پغمان ولسوالۍ تر طاق ظفر سیمې ۱۰ کیلو مټره په چټکۍ سیالي وکړه.
په دې سیالۍ کې له کابل نه روح الله نظري او فصېح الله لومړی او دویم مقام او مهدي محمدي له بامیانو څخه درېیم مقام ترلاسه کړ.
0 نظرونه