غزنی د را روان احتمالي اوربند قرباني شو
نن شپږمه ورځ ده او لا هم په غزني کې ژوند عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.
هلته چې هره خوا ګورې ويرانې او ويجاړې ودانۍ نسکورې دي، ولاړ دېوالونه په لوګيو تور دي، پر درست ښار قتل عام تېر شوی دی، قيامت راغلی او له درست ولايت څخه ساه ختلې ده.
هلته سلګونه انسانان شهيدان او ټپيان شوي دي، د طالبانو غاړې ته هم درنه مرګ ژوبه اوښتې، سلګونه جګړهمار يې وژل شوي او ډېر يې تر ډېورنډ کرښه اړولي دي.
د ښار په هره کوڅه کې د طالبانو مړي خواره واره پراته دي او د بدبويي له لاسه يې په درسته سيمه کې انسان طاقت نهشي کولای.
طالبانو چې د غزني کومې سيمې نيولې دي، له مخې سره يې اور ورته اچولی دی، د عامو وګړيو دوکانونه يې سوځولې، يوازې اته لوی مارکېټونه بشپړه سوځول شوي دي، کورونو ته يې اور پسې اچولی او په خاورو او ايرو يې بدل کړي دي.
هغه عکسونه چې له دغه ولايت څخه خپاره شوي دي، غزنی پکې داسې ښکاري لکه د سوريې د جګړې کوم ښار چې وي، يا د کورنيو جګړو پر مهال د جهادي توپکيانو په انډوخر کې د ويجاړ شوي کابل ته چې ګورې.
طالبانو هلته هيڅ هم نه دي پرېيښي چې څه په مخه ورغلي، يا يې په بمونو الوزولي، يا يې اور اچولی دی.
دلته سوال دا دی چې طالب ولې داسې وکړل؟
موږ که وګورو، طالبانو کندوز هم ونيو، خو داسې وحشت يې و نه کړ. د فراه زياتې برخې يې لاندې کړې، خلک يې ووژل، خو ودانيو ته يې اور وا نه چاوه.
ولې له غزني سره داسې وشول؟
طالبانو ته که څه هم د خپلو جګړهمارو ژوند او مرګ چندان توپير نه لري، جګړهمار يې هم تر ژوند په مرګ خوشحاله دي، خو چې درانه تلفات وويني، پر شا کېږي، په غزني کې يې ولې د سلګونو جګړهمارو تر وژل کېدو وروسته هم، جوپې جوپې پسې رالېږل کېږي او جګړه توده ساتل کېږي، په داسې حال کې چې طالبان پوهېږي چې تلفات يې وار په وار زياتېږي.
دې ټولو پوښتنو ته يو ځواب دی او هغه د پاکستان د شومو ارمانونو له ډلې يوه بله سپۍ تمه ده چې د پاکستان د ګټو د ساتنې په موخه يې، د وروستۍ هڅې په توګه کاروي.
وروسته له هغه چې په کابل، جاکارتا، مکه او جده کې زرګونو ديني عالمانو د طالبانو د ناولې جګړې پر ضد فتواوې ورکړې او دغه جګړه يې فتنه وبلله، د پاکستان توره ماته شوه، خو پاکستان د پر شاتګ پر ځای، يو ګام نور هم سپينسترګي ته ور وړاندې شو.
د دغو فتواوو تر خپرېدو وروسته د سولې هڅې هم ګړندې شوې او د طالبانو په ليکو کې سولې ته تمايل زيات شو چې دا پاکستان په هيڅ صورت نهشوای زغملای.
بله خبره دا وه چې په تېر اوربند کې خلکو طالبانو ته مينه ورکړه، د ولسمشر په خبره، ايسکريم يې ورباندې وخوړل، ورسره وغږېدل، ګډ لمنځونه يې وکړل، عکسونه يې واخيستل او همدا مينه د دې لامل شوه چې په طالب کې د جګړې اور سوړ شو.
ټاکل شوې چې په راتلونکي اختر کې هم اوربند وشي، مالومه خبره ده چې په دغه اوربند کې به د تېر په پرتله زيات طالبان ښارونو ته راځي، زيات خلک به کليو ته ځي، مينه به وېشل کېږي او جګړې به سړېږي، همدا ټکی پاکستان نهشي زغملای.
پاکستان په همدې ناولې تمه چې د راتلونکي اوربند مخه ونيسي، په خلکو کې د طالبانو او نورو جګړهمارو پر ضد کرکه زياته کړي، د افغانستان حکومت وقهروي او له اوربند څخه يې بېزاره کړي، طالبانو ته د اور او وينو خونړی ماموريت وسپاره.
همدا لامل دی چې طالبانو په ټول وحشت پر غزني ښار بريدونه وکړل او چې کومه سيمه يې لاس ته ولوېده، هغې ته يې اور واچاوه.
د پاکستان په امر طالبانو ځکه په دومره تلفاتو منلو هم جګړه لا پسې قوي او تونده وساتله چې په خلکو او حکومت کې يې پر وړاندې کرکه زياته شي.
اوس به غزنی بېرته ونيول شي، خو تر ډېره وخته به يې ودانۍ د ايرو څلي ښکاري او کرکه به خپروي.
غزنی د را روان احتمال اوربند قرباني او تر اوربند وړاندې يې اور واخيست.
0 نظرونه