طالبانو په غزني کې شاوخوا سل ودانۍ سوځولې  اوس د کندهار ځوانانو هم د غزني په ننګ توره تړلې
۲۴ اسد ۱۳۹۷ 135663 0 نظر سرخط ورځپاڼه

طالبانو په غزني کې شاوخوا سل ودانۍ سوځولې اوس د کندهار ځوانانو هم د غزني په ننګ توره تړلې

 

په غزني کې جګړه له ښاره ټوله شوې او طالبان د ولسواليو خوا ته پر شا شوې دي، خو د ښار رنګينې پخوانۍ ودانۍ تورې ولاړې دي او هر پرېوتی دېوال د ورباندې تېر شوي وحشت سل زړه بوږنوونکې کيسې کوي.

له علاءالدين جهانسوز او انګرېزانو وروسته، دا درېيم ځل دی چې غزنی سوځول کېږي او پر خلکو يې قتل عام تېرېږي.

هلته يوازې د ولايت مقام شا و خوا ودانۍ سوځېدلې نه دي، خو د ډېرو ودانيو پر دېوالونو د مرميو او توغنديو نښې ښکاري.

تر دغو ودانيو ورهاخوا چې هره خوا ځې، پر خال خال سوځېدليو ودانيو پېښېږې چې پر ايرو يې اوسپنې پرتې دي او تورې دوړې ورباندې تاوېږي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په دغه ښار کې طالبانو د سلو په شا و خوا کې ودانۍ سوځولې دي.

د دغه ولايت ځوان او مدني فعال جميل وقار چې د جګړې له ارامېدو وروسته، تازه له دغه ولايته کابل ته راغلی دی، وايي، يوازې د ښار پنځوس کمربندي پوستې چې طالبانو سقوط کړې دي، بيا يې اور پسې ورته اچولی دی.

په دې سربېره، طالبانو د خلکو دوکانونو ته هم اور ورکړی دی او د لسو په شا و خوا کې لوی مارکېټونه يې سوځولي دي.

په دغو مارکېټونو کې يو يې د حکومت په بمباريو کې ويجاړ شوی او نورو ټولو ته طالبانو اور اچولی دی.

هغه مارکېټ چې د الوتکو ورباندې بمبار کړی دی، لا جوړ شوی نه و او ګټې اخيستنې ته نه دی سپارل شوی، خو طالبان ورننوتي وو او د مورچې په توګه يې کاراوه.

د غزني ښار سيد کاکا مارکېټ، د زړې صرافي مارکېټ، مولانا مارکېټ او څو نور د غزني مشهور مارکېټونه دي چې طالبانو سوځولي دي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په دې سربېره، د غزني په پښتون‌اباد کې طالبانو د قره‌باغ د امنيه قوماندان عبدالرووف عمرخېل کور هم ته اور اچولی، دوه وروڼه او پلار او د کورنۍ ځينې نور نارينه يې له ځان سره وړي دي.

دوی هلته د هغو کسانو کورونو ته هم اور اچولی دی چې د طالبانو پر ضد يې په اندړو کې پاڅونونه کړي وو او يا يې په حکومتي دفترونو او ادارو کې دندې درلودې.

د غزني مدني فعال شېرين اندړ وايي، دی چې له غزني څخه راووت، تر هغه وخته يې په خپلو سترګو ليدلي چې طالبانو عطارد د ودونو تالار، د پوليسو جندر مار، دويمه حوزه، دارالتاديب او د ټاکنو کمېسيون دفترونه سوځولي دي.

په دې سربېره يې، د اسلامي تمدن د پلازمينې د مرکز ودانۍ ته هم اور اچولی چې يوه برخه يې پکې سوځېدلې ده.

دوی د غزنويانو په نامه د يوه راډيو ټلوېزيون او رڼا راډيو په سوځولو سربېره، د ولايتي شورا او پارلمان د وکيلانو ديارلس کورونه هم لوخړه کړي دي.

سرخط ته د رسېدليو مالوماتو په اساس، په غزني کې د جګړې تر اوږدېدو وروسته پرون د کندهار د زلمو يوه دوه سوه کسيزه ډله هم د غزني پر خوا را روانه شوې ده چې دغه ولايت له ترهګرو وساتي.

پرون ناوخته د سرتېريو دغه ډله تر زابله رسېدلې او لا مخکې روانه ده.

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق خان وايي، دغه سرتېري به لومړی د کابل ـ کندهار لويه لاره خلاصوي او بيا به په غزني کې د ترهګرو ملا ماتوي.

دغه ځوانان د صفر يو او ځانګړې قطعې سرتېري دي او مشري يې قوماندان چمتو کوي.

 

د ناټو بېړنۍ غونډه؛ له افغانستانه نه وځو، اړتيا ته په کتو هماغسې اقدام کوو

Aug 13, 2021 29

نن د افغانستان د وروستي وضعيت په اړه ناټو هېوادونو ځانګړې بېړنۍ غونډه کړې او پکې يې ويلي دي چې له افغانستانه نه وځي، حالت له نږدې څاري او له اړتيا سر سم به، هماغسې اقدام کوي.

څه وشول، څه کېږي؟ موږ خراب روان يوو، خو ښه لوري ته ځو

Aug 13, 2021 29

څه وشول، ټول پوهېږي، څه چې کېږي، ټول يې وينو، خو څه چې به وشي؛ ښايي په لنډو ورځو کې د سقوط شويو ولايتونو شمېر په حيرانوونکې توګه زيات شي، مهم ولايتونه د حکومت له واکه ووځي او د [...]

افغانانو پر نړۍ غږ کړی چې پاکستان څنډې ته کړئ

Aug 09, 2021 29

افغانانو پر ټولنيزو رسنيو، فېسبوک، ټويټر او انسټاګرام د پاکستان پر ضد غږ پورته کړی دی او له نړۍ غواړي چې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې