د سمارټ فون يو بل تاوان هم وموندل شو
نوې زمانه ده، اړتیاوې یې هم نوې دي او ورسره خوا کې سټایل او فېشن هم جلا دی، خو په دوی کې یو سټایل هم د ښه سمارټ فون یا موبایل درلودل دي.
له دې سره سره دا هم په فکر کې ولرئ چې د سمارټ فون لرل، له ښګېڼو سره سره بد ګڼې هم لري. په دې اړه مو ډېر مطالب درته خپاره کړي دي، خو نن یې یو بل ولولئ.
تازه څېړنې ښيي چې د سمارټ فون روښنايي یا رڼا د سترګو د دید لپاره زیان لري.
د امریکا ټولیډو پوهنتون په خپله تازه څېړنه کې موندلې چې له سمارټ فون راوتونکې شعاعوې د سترګو قرینيې برخې ته جذبېږي او هلته زهري یا کيمیکل مواد پیدا کوي چې همدا مواد په قرینيه کې حرکت کوي او بلاخره د سترګو کې وړو خالیګاوو کې ځای نیسي او دید ته زیان رسوي.
په څېړنه کې خلکو ته مشوره ورکړل شوې چې د سمارټ فون د کارولو پر مهال په ځانګړې توګه هغه مهال چې تیاره وي سترګو ته نږدې دې موبايل نه نيسي.
په څېړنه کې دا زیانونه له پنځوس کلنو پورته عمر لرونکیو لپاره ډېر متوجه ښوول شوې، خو ځوانان هم له ستونزو سره مخ کولای شي.
0 نظرونه