د يارانو بنډار
د پلوشې او کمال دوی په سرای کې يوه ورځ د کولنګ او بېلچې له قلم او پنسيل سره جنجال شو.
کولنګ وويل چې د پلوشې او کمال پلار چې ما دباندې يوسي، ټول خلک ښه چلند ورسره کوي، له ما ډارېږي.
بېلچې قلم او پنسيل ته وکتل، بيا يې وويل چې کولنګ رښتيا وايي، ما هم چې کله څوک ور واخلي، ځمکه ښېرازه کېږي، په دنيا کې چې څه ونې دي، ټولې خلکو په ما کرلې دي.
قلم نرم وخندل، د پنسيل په غاړه کې يې لاس ور تاو کړ، کولنګ ته يې وويل؛
ته به زور لرې، مګر زما زور دومره ډېر دی چې که زه ورسره يم، خلک جنجال هم نه ورسره کوي، بلکې خبرې ته يې غوږ نيسي. زه چې د کوم وطن له خلکو سره يم، بل وطن هيڅکله په بده سترګه نه ورته ګوري، ته خو په دا لوی ځان وړې وړې خبرې کوې.
پنسيل پسې زياته کړه چې قلم سم وايي، په نړۍ کې چې څه ودانۍ او د باغونو نقشې وينئ، ټولې ما او قلم جوړې کړې دي. تاسې هم بد نه ياست، مګر خدای دې انسانان بېموږ نه کوي، موږ يې تر مرګ وروسته هم ښه نوم ورته پرېږدو، تاسې دوه خو پر خپل څښتن د قبر خاورې واړوئ او کور ته ترې راشئ.
وروسته پلوشه او کمال راغلل، کولنګ او بېلچه يې د غوجلې شا ته يووړل او قلم او پنسيل يې په يوه ښکلي پاکټ کې پاکې المارۍ ته راوړل.
0 نظرونه