امرخېل وايي، د اجراییه ریاست په فرمايش له نوم‌لړه ایستل شوی
۲۳ اسد ۱۳۹۷ 133374 0 نظر سرخط ورځپاڼه

امرخېل وايي، د اجراییه ریاست په فرمايش له نوم‌لړه ایستل شوی

ضیاالحق امرخېل وايي، په محکمه کې د شکایت کولو تر څنګ مدني حرکتونه کوي؛ ځکه د هغه نوم د اجراییه ریاست د فشار له امله د ولسي جرګې د کاندیدانو له نوم‌لړه پاک شوی چې هيڅ ډول جرم نه لري.

د ملي ثبات د ټولنې رییس ضیاالحق امرخېل، پرون عدالت غږ تر عنوان لاندې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل؛

"زه د بې عدالتي ښکار شوی یم، نه پوهېږم چې ولې مې نوم له لېسته پاک شوی دی، زه نه وسله لرم او نه ناقانونه وسله وال او نه مې څوک وژلي دي، ښکاره ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سلیقوي کار کړی دی. "

دی واي، د هغه  نوم په داسې مهال د نوماندانو له ليسټ څخه پاک شوی چې په اړه یي هيڅ ډول شکایت نه دی ثبت شوی او په اسنادو کې یې هم کومه ستونزه نه وه.

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې