ملګرو ملتو د ټاکنو پروسې د پرمختګ هرکلی وکړ
ملګري ملتونه د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو په برخه کې د پرمختګ هرکلى کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازولي دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، حکومت، سياسي مشران او ټاکنيز بنسټونه بايد د باور وړ ټاکنو لپاره اړين شرايط برابر کړي.
سرچينه زیاتوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنو په اړه د وروستيو پرمختګونو، لکه د کانديدانو د ارزونې او د رايې پاڼو د چاپ د مهالوېش او له نورو تياريو څخه هرکلى کوي.
0 نظرونه