امرخېل وايي، د اجراییه ریاست په فرمايش له نوملړه ایستل شوی
ضیاالحق امرخېل وايي، په محکمه کې د شکایت کولو تر څنګ مدني حرکتونه کوي؛ ځکه د هغه نوم د اجراییه ریاست د فشار له امله د ولسي جرګې د کاندیدانو له نوملړه پاک شوی چې هيڅ ډول جرم نه لري.
د ملي ثبات د ټولنې رییس ضیاالحق امرخېل، پرون عدالت غږ تر عنوان لاندې په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل؛
"زه د بې عدالتي ښکار شوی یم، نه پوهېږم چې ولې مې نوم له لېسته پاک شوی دی، زه نه وسله لرم او نه ناقانونه وسله وال او نه مې څوک وژلي دي، ښکاره ده چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سلیقوي کار کړی دی. "
دی واي، د هغه نوم په داسې مهال د نوماندانو له ليسټ څخه پاک شوی چې په اړه یي هيڅ ډول شکایت نه دی ثبت شوی او په اسنادو کې یې هم کومه ستونزه نه وه.
0 نظرونه