د ناسا نوې بېړۍ د لمر په سفر روانه شوه
د امریکا د فضايي څېړنو ادارې يا ناسا هغې فضايي بېړۍ پرون ځمکه تر شا پرېښوده چې لمر ته د سفر لپاره جوړه شوې وه.
ناسا پرون په همدې اړه خپله پارکر سولر فضايي بېړۍ د امریکا له کلفورنیا ایالت څخه فضا ته وتوغوله.
د ناسا دا بېړۍ به د لمر شاوخوا ته ځان ورسوي او د فضایي څېړنو په تاریخ کې به لومړنۍ بېړۍ وي چې دومره لمر ته نږدې کېږي.
دا بېړۍ چې د یو کوچني موټر په اندازه ده، ١۴٠٠ پونډه وزن لري او سرعت یې په یو ساعت کې ۴٣٠٠٠٠ میله دی.
ساینس پوهان وایي، د لمر له زیاتې تودخې سره سره به دا بېړۍ سړه پاتې شي او ساینسپوهانو ته به دا زمینه برابره کړي چې لمر د بل هر وخت په پرتله له نږدې وڅېړي.
0 نظرونه