د سوځېدلي کتغ بوی داسې ورک کړئ
۲۲ اسد ۱۳۹۷ 526549 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د سوځېدلي کتغ بوی داسې ورک کړئ

 

د پخلي پر مهال د سوځېدلو او د پخلي د ځينو موادو بوی ډېر ناراحتوونکی وي. شايد ډېری مېرمنې د پخلي پر مهال د ځينو خوړو او موادو لکه هوږې، پياز، لاندي، کبانو او نورو د سره کولو له ناسم بویه په تکليف شي يا د کور فضا ور خرابوي، خو کولای شئ، په اسانۍ سره له دې ستونزې ځان خلاص کړئ.

ډېری توکي شته چې له پخولو سره يې د کور فضا خرابيږي او کېدای شي دا تر ډېره په ځينو کسانو بد ولګېږي او ان حساسيت ورسره پيدا کړي.

د دې بويونو د ختمولو له‌پاره لومړني کارونه د کړکۍ، هواکش او دروازې پرانستل دي چې کور ته تازه هوا دننه شي او د پخلي بوی له منځه لاړ شي، خو په اوسنيو وختونو کې چې هوا په سړېدو ده، د کورونو د ګرم ساتلو په برخه کې دې له احتياطه کار واخيستل شي، ځکه خو لازمه ده چې يوه غوره لاره ورته وسنجول شي.

په کور کې د خپاره شوي بوی د له منځه وړلو له‌پاره ګڼې لارې چارې شته، يوازې په کار ده چې دا لارې چارې يوځل وازمويل شي؛

په يوه قاب کې د قند يوه ټوټه کښېږدئ، لږ اندازه عطر پرې واچوئ، تر هغه يې پرېږدئ چې عطر ښه جذب کړي، وروسته قند ته اور ورته کړئ او تر لږ شېبې وروسته اور مړ کړئ، په دې سره به د کور فضا او بوی په ښکلي هغه بدل شي.

که غواړئ د پخلي له لومړي سره هواکش چالان کړئ، وروسته د سپينې سرکې يوه اندازه په لوښي کې واچوئ، د ګاز له لمبې سره څېرمه يې کښېږدئ چې د سرکې بوی د سره کړي پخلي بوی خنثا کړي.

هر څومره چې ډوډۍ خوندوره وي، په هماغه اندازه يې د سوځېدلو بوی هم بې‌خونده او نامناسب وي؛ نو که چېرې پخلی وسوځېد، اوبه د ګاز په لمبه ګرمې کړئ، يو څو ټوټې لېمو ور واچوی، تر ډېره يې پرېږدئ چې د سوي بوی له منځه يوسي.

د اوبو ډک لوښی پر اور کښېږدئ، څو ټوټې دارچين او يا هم د هغه پوډر ور واچوئ، تر هغه يې پرېږدئ چې اوبه په جوش راشي، د دارچين بوی به په کور کې خپور شي او ناسم بوی به ورک کړي.

که بوی ډېر تېز و او پاسنيو کارونو پايله ور نه کړه، کړکۍ او دروازې پرانيزئ، تر څنګ يې يوې لويې ټوټې ته نم ورکړئ، تر ډېره يې وخوځوئ، بد بوی به ورک شي.

که غواړئ د کور فضا مو ښه بوی ولري، يوه اندازه جعفري په تخم‌پزي کې واچوئ، پنځه دقيقې حرارت ورکړئ، کور او خونو ته به ښکلی بوی ورکړي.

 

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې