د فوټبال لوبې لپاره تیاری
ټاکل شوې چې د افغانستان او فلسطین فوټبال ملي لوبډلې د زمري په ۲۸ مه شپه په یوې دوستانه لوبه کې سره مخامخ شي.
دا لوبه کابل کې د افغانستان د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې کېږي.
اوس د افغانستان د فوټبال فډراسیون د سیالیو د کولو مسوول سید علي کاظمي وايي، لوبې ته یې هر اړخیز چمتووالی نیولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان فوټبال ملي لوبډلې مدیر لوبډلې ته د نویو لوبغاړیو د راتګ او رابلنې خبره هم کړې ده.
0 نظرونه