یو کریکټر خیریه بنسټ جوړ کړ
۲۰ اسد ۱۳۹۷ 127386 0 نظر سرخط ورځپاڼه

یو کریکټر خیریه بنسټ جوړ کړ

 

د کریکټ ملي لوبغاړي  راشد خان بېوزلو خلکو سره د مرستو لپاره خيريه ټولنه جوړه کړې ده.

راشد خان دا ټولنه د "راشد خان خيريه بنسټ" په نامه جوړه کړې او په پام کې لري چې لومړی په افغانستان کې له شاو خوا ۵۰۰ يتيم ماشومانو سره د ښوونځي په ورتګ کې مرسته وکړي.

 

راشد خان په ټولنيزه شبکه فيسبوک پاڼه کې لیکلي؛" درنو افغانانو! ستاسو د دعا په برکت مې د خپل ګران هېواد او هېوادوالو لپاره د خیر یو بل ګام اوچت کړ. د "راشد خان خیریه ټولنه" مې جوړه کړه."

 

هغه زياته کړې، ټولنه به په لومړي قدم کې افغان يتيمانو د پالنې او تعلیم لپاره کار کوي. ورسته به بیا په روغتيايي،  پاکو اوبو د رسولو او نورو بشري برخو ته فعالیت غځوي.

 

راشد خان ويلي، د خپلو هېوادوالو په مرستې او دعاوو دې ځای ته رسېدلى  او اوس يې وخت دی چې د خپل وس سره سم له خپلو خلکو سره مرسته وکړي.

 

 

کېميا يوسفي د اولمپيک لوبو له بلې لړۍ پاتې شوه

Jul 30, 2021 29

د افغانستان د ځغاستې ملي لوبغاړې کېمیا یوسفي په ټوکيو کې د اولمپيک د دوه زره يوويشت کال په سياليو کې نن بیا د ځغاستې په يوه سيالي کې برخه واخيسته، په ملي کچه يې ريکارډ جوړ کړ، [...]

ملي لوبغاړي محمد نبي له نادارو سره مرسته کړې

Apr 24, 2021 29

د کرکيټ د ملي لوبډلې غړي او ملي لوبغاړي محمد نبي په کابل کې له ګڼ شمېر بې‌وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

نبي په انعام کې ګټلې پيسې د هېواد په نادارو وېشي

Mar 04, 2021 29

د افغانستان د کريکټ وتلی لوبغاړی محمد نبي وايي، په هره لوبه کې چې د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شي او انعام ورکول شي، دی يې ځان ته نه، بلکې د هېواد نادارو ته ورکوي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې