که داسې نه‌شئ کولای، ماشوم مه زېږوئ
۲۰ اسد ۱۳۹۷ 138890 0 نظر نظيره رسولي

که داسې نه‌شئ کولای، ماشوم مه زېږوئ

۱. هیڅکله ماشوم ته مه وایه چې پر دېوال لیکل مه کوه، هغه ته وایه، پر ورقه یې ولیکه چې پر دیوال یې وځړوو.

۲. مه ورته وایه چې پورته دا ګډوډه کوټه ټوله کړه، بلکې ووایه پوهېږم چې ګډوډي دې نه خوښېږي، راځه په ګډه يې ټوله کړو.

۳. ماشوم ته داسې مه وایاست چې لوبې پرېږده او درس ووایه، بلکې داسې ورته ووايه چې که چېرته ښه درس ووایې، دواړه به یو ځای لوبې وکړو.

۴. د مشرانو هره کړنه د ماشوم پر شخصیت خورا اغېز لري.

۵. د ماشومانو کړه وړه د لویانو د کړو وړو هينداره وي.

۶. ماشوم ته تل په درناوي غږ کوئ.

۷. لږ تر لږه په ورځ کې یو ځل ماشوم ته واياست چې راته ګران يې، درباندې وياړم.

۸. ماشوم ته د مېلمه په شان احترام کوئ او شخصیت ته یې ارزښت ورکړئ.

۹. پر ماشوم مو باور ولرئ، په دې ډول به ستاسې په خوښه کارونه وکړي.

۱۰. تر هر څه مخکې مو له خاوند سره د ماشوم د روزنې برخه کې د نظر توپیرونه له منځه یوسئ.

۱۱. تر اوو کالو له ټیټ ماشومه مه لېرې کېږئ، ډیرې خبرې ورسره کوئ.

۱۲. د ماشوم تر مخ مو له خاوند سره اړیکې لا ښې وساتئ.

۱۳. د زړه له تله مو له ماشوم سره مینه کوئ او تل یې ورته اظهاروئ.

۱۴. تر درې کلنۍ وروسته لږ لږ مسولیتونه ورکوئ.

۱۵. پر الله «ج» ایمان ولرئ او کورنۍ مو هم پر کلک ایمان سمباله کړئ، ځکه له زړه مسلمان ماشوم په ناسمو لارو نه ځي.

۱۶. د ماشوم تېروتنې مو وبښئ او وخت ورکړئ چې د زړه خبرې درته وکړي، ځینې وخت د تېروتنې او بېرته جوړولو وخت ورکوئ.

۱۷. هره ورځ مو له ماشوم سره لوبې کوئ او کله کله د لوبو په منځ کې ډېر خاندئ.

۱۸. له ماشوم سره د پلي ګرځېدو له پاره ورځې وټاکئ.

۱۹. د خپل ماشوم له‌پاره مو د رښتینولۍ، په خبره درېدل او د غوسې د کنټرول په برخه کې رښتینی لارښود اوسئ.

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې