چين نوی سپر کمپيوټر جوړ کړ
۱۸ اسد ۱۳۹۷ 127390 0 نظر سرخط ورځپاڼه

چين نوی سپر کمپيوټر جوړ کړ

چينايي رسنۍ وايي، چين د پروټوټايپ سن وې په نامه يو سپر کمپيوټر جوړ کړی دی چې په ساينسي څېړنو او د روغتيا په برخو کې به ګڼې اسانتياوې جوړې کړي.

دوی وايي، سن وې ایگزا سکیل کمپیوټر پروټو ټايپ، نیشنل ریسرچ سنټر اف پیرالل کمپیوټر انجینيرنگ اینډ ټکنالوجي يا (این‌ار‌سي‌پي‌سي)، نیشنل سپر کمپیوټنگ سنټر او پايلټ نیشنل لیبارټري فار میرین ساينس اینډ ټکنالوجي ادارو په شريکه جوړ کړی دی.

د تر لاسه شويو مالوماتو په اساس، پروټوټايپ سن وې کولای شي په اسانۍ، يو ميليون په توان د پنځه حسابونه په يوه ثانيه کې وکړي.

تېره مياشت هم چين د يوه بل سپر کمپیوټر ازموينه کړې وه چې ټاکل شوې ده چې په دوه زره شلم کال کې به جوړ شي.

چينايي رسنۍ وايي، دغه کمپيوټر به د هوا د حالاتو په اړه واړندوينه کوي، د سمندر د تل مالومات په انسانانو ته ورکوي، اقتصادي ډېټا به پروسس کوي او په دې سربېره به د روغتيا او ساينسي څېړنو په برخو کې انقلاب راولي.

دوی وايي، دغه کمپيوټر به د پنځو کالو کار په پنځه اوونۍ کې کوي.

د نړۍ درېيم شتمن کس مجرد شو

May 04, 2021 29

د نړۍ په کچه درېيم شتمن او د مايکروسافټ بنسټ ايښوونکي بيل‌ګېټس او د هغه مېرمنې ملينډا ګېټس تر اووه ويشت کاله ګډ ژوند وروسته لارې جدا کړې او وايي، تر دې وروسته به د ښځې او خاوند [...]

يوه توره سياره ځان‌وژنه کوي

Dec 11, 2020 29

فضايي څېړونکي وايي، د واسپ۱۲بي په نامه يوه سياره چټکه د خپل ستوري خوا ته روانه ده او ښايي تر هغو وړاندوينو چې د همدې سيارې په اړه کېدې، ژر خپل ستوري ته ورسېږي او د تل لپاره ختمه [...]

جادويي روباټ چې د کرونا د ناروغانو معاينات، الټراساونډ او ايکو کوي

Nov 28, 2020 29

يوه مصري ځوان داسې روباټ جوړ کړی دی چې د کرونا د ناروغانو معاينات، الټراساونډ او ايکو کارډيوګرام کوي او د معايناتو نتېجه هم ناروغ ته ښيي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې