سوی او ښکر
د اوړي يو ښکلی ګهيځ و. بېګاني باران ټول بوټي تک شنه پرېمنځلي وو. د ګلانو او بوټيو منځونه د لمر وړانګو ته رڼه رڼه مالومېدل. يو وړوکی غوندې سوی د بوټيو له لاندې راووت. ها خوا دې خوا يې منډې رامنډې وکړې. له ډېرې خوښۍ يې ټوپونه واچول او په لمر وهلو تودو شګو کې يې ځان په يو لټ بل لټ رغړاوه.
د خوند په دنيا کې ډوب و چې سترګې يې پر يوه کوزه ولګېدې چې د بوټيو په خوا په منډه وه. شا ته يې غرڅنۍ او د غرڅنۍ شا ته قوچ «ښکرور پسه يا ګډ» او د ټولو تر شا يو غټ او جګ غویی په درنو درنو پښو د بوټيو خوا ته په منډه و.
د دوی د پښو دربا د سوی خيالي دنيا خرابه کړې وه؛ نو ځکه يې په غوسه وويل؛
څه بېشرمه ډله وه! د دوی سترګې پټې وې اوس يې نږدې زه تر پښو ﻻندې کړی وم. له ځان سره په همدې خبرو کې بوخت و چې وزه يې په منډه وليده. سوی ورچيغه کړه ودرېږه، صبر وکړه!
بيا يې وپوښتل؛ څه خبره ده؟ دا ټول چېرته تښتي؟
وزې يوه اوږده شېبه د سوی غوږونو ته ځير ځير وکتل او بيا يې وويل؛ ته له نوي قانونه نه يې خبر؟ زما يو ورور په ناپامي کې پاچا «لېوه» ډډې ته په ښکرو وهلی و. دا چې لېوه په ټوکو نه پوهېږي، امر يې کړی چې ټول ښکرور څاروي دې دا ملک پرېږدي. که چېرې کوم يو لېوه ته په ګير ورغی سزا يې مرګ ده؛ نو زه هم بايد په منډه له دغه ځايه ﻻړه شم. تا ته ښه وخت غواړم خدای پامان!
سوی وويل؛ ډېر عالي! څومره هوښيار پاچا لرو! پخپله خپل ښکار له ملکه باسي! بيا يو ناڅاپه د وزې ځير ځير کتل ورياد شول. د خپلو غوږونو سيوري ته يې په شګو کې ورپام شو چې د ښکرو په شان غټ غټ مالومېدل. له ځان سره يې وويل؛ هسې نه چې پاچا زما په غوږو د ښکرو ګمان وکړي بيا به څه کوم؟
سوی وېرې اخيستی و. د پاڼې په څېر رېږدېده او له ځانه سره يې ويل؛
زه خو دلته زېږېدلی يم، دلته را لوی شوی يم، دلته خو د ونې هره پاڼه پېژنم. زما نه خوښېږي چې خپل کور پرېږدم. اوه خدايه! ولې زما غوږونه د موږک د غوږونو په شان واړه نه دي؟
يو چرچری چې د ونې په منډکي ناست و او له سهاره يې دا پېښه څارله، په خندا شو او سوی ته يې وويل؛ کمعقله! وزې ته له ځان سره برابرولې هغې خو هسې ستا غوږو ته وکتل. دا ستا له سره چې څه راوتلي دي دا سم دم غوږونه دي.
سوی په عاجزي ورته وويل؛
تا و نه ليدل چې وزې د ښکرو په سترګه ورته وکتل. په دې خو به زه، ته او خدای پوهېږو چې دا ښکر نه، غوږونه دي! ايا زموږ پاچا هم پر دې پوهېږي؟ او بيا سوی په ټوپونو شو او په تېښته يې پيل وکړ.
0 نظرونه