تر ټولو لوی ځړوبی در وښيم؟
سلامونه يارانو!
نن د هغو اوبو په هکله خبرې کوو چې په غره کې له لوړه ځايه لاندې په ډېر شور را تويېږي او غږ يې تر لرې لرې پورې خپرېږي. دغه ډول اوبو ته ابشار وايي. ابشار ته په پښتو کې ځړوبی وايي، راځئ نن د همداسې يوه لوی ځړوبي يا ابشار په اړه مطلب ولولئ.
***
تاسې ډېرو به يا ځړوبي ليدلي وي او يا به يې په فلمونو کې وينئ. زموږ په وطن کې د نړۍ په کچه لوی ځړوبي نهشته، خو واړه واړه په ځينو ولايتونو کې شته له دې ډلې يو هم د کاپيسا ځړوبی دی چې له مختلفو سيمو يې خلک نندارې ته ورځي.
د ځمکې پر مخ د طبيعت د ښکلا راز په اوبو، ونو، حيواناتو او نورو هغو کې دی، خو د وخت په تېرېدو سره ډېرې طبيعي ښکلاوې لوټ شوې او يا هم د پخوا په شکل پاتې نه دي، دا ځکه چې هر څه د بدلون په حال کې دي، ان ابشارونه هم له همدې ډلې دي چې بدلونونه پکې راغلي، اوس د پخوا په څېر لوی نه دي پاتې او يا هم د وخت په تېرېدو سره نوي ابشارونه يا ځړوبي را پيدا شوي دي.
په طبيعت کې له لوړې نقطې څخه په خواره، پاشلي او فشاري حال کې د اوبو راتويېدلو ته ځړوبی/ابشار ويل کېږي.
تر ټولو جګ ځړوبی په سویلي امریکا وینزویلا کې دی. دا ځړوبی انجل نومېږي چې اوبه یې له ۹۷۹ مټرو مخامخ لاندې را غورځي. تر دې اوبو لاندې څوک نهشي درېدای، ځکه داوبو فشار دومره ډېر وي چې سړي ته سمه ګوړه ور تلي.
په اروپا کې هم ځړوبي شته، خو د انجل له ځړوبي سره په هيڅ صورت سیالي نهشي کولای. د اروپا تر ټولو لوړ ځړوبی کریملیر نومېږي چې په اتریش کې دی، ۳۸۱ مټره لوړوالی لري. ورپسې د جرمني د ټريبېرګر ځړوبی دی، جګوالی ۱۶۳ مټرو ته رسېږي.
د دغو دواړو ځړوبیو اوبه په څو پوړونو کې ځمکې ته را بهېږي.
0 نظرونه