۲۵ احتمالي نوماندان له ليسټه ايستل شوي
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون، د شکایتونو د څېړلو ځانګړي کمېسیون د ۲۵ احتمالي نوماندانو نومونه د ولسي جرګې لپاره د احتمالي نوماندانو له ليسټه لېرې کړي دي.
د دې کمېسيون غړي وايي، دې ځانګړي کمېسیون چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو، ملي امنیت، سیمهییزو ارګانونو او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړي پکې برخه لري، وړمه شپه خپل کارونه پای ته ورسول.
دې ځانګړي کمېسیون د ۲۳۰ شکایتونو له بشپړو څېړلو وروسته، د ولسي جرګې د ۲۵ احتمالي کاندیدانو چې د غیر مسوولو وسلهوالو ډلو په لرلو تورن و، نومونونه یې له ليسټ څخه حذف شوي دي.
همدا ډول دې کمېسیون،۷ احتمالي نوماندانو ته سپارښتنه کړې او همدارنګه د ولسي جرګې ۲۷ نورو احتمالي نوماندانو ته خبرداری ورکړ شوی چې که چېرې د غیرقانوني وسلهوالو شتون ثابت شي، نو دوی به له وروستي ليسټه لېرې شي.
0 نظرونه