فوټبال لوبډلې ۴ مقام خپل کړ
د هېواد د ۱۵کلنو څخه کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د منځني اسیا په سیالیو کې څلورم مقام ګټلی دی.
فوټبال فډراسیون لیکي، په دې سیالیو کې شپږ لوبډلو برخه اخېستې وه چې د ایران په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
افغان لوبډلې په دې سیالیو کې پنځه لوبې وکړې چې په دوو کې بریا ته ورسېد،دوه یې بایلودې او وروستۍ لوبه یې هم مساوي شوه.
0 نظرونه