د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان شوه
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي کال د وري مياشتې په ٣١مه نېټه وشي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون یوه سرچینه وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو نېټې مالومولو په موخه د سياسي خوځښتونو، مدني ټولنو او کمېسيون د غړو تر منځ ګډه غونډه پرېکړه شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي کال د وري مياشتې په ٣١مه نېټه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غوښتي وو، هر څومره ژر چې ممکنه وي، د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه دې اعلان کړي.
0 نظرونه