شمسي نظام پېژنئ؟
سلامونه!
راځئ نن پوه شو چې دا موږ انسانان پکې اوسو، دا ځای چېرې دی او څه نومېږي؟
د هغو سيارو څېړنې چې په شمسي نظام کې شته په ډاګه کړې چې دغه سماوي اجرام په ټاکلي مسير کې د لمر په شاوخوا څرخي، نو له دغه کشف څخه دې پايلې ته رسېږو چې ټول شمسي نظام په يوه حالت کې تشکيل شوی دی. د شمسي نظام د پيدايښت په اړه دوې نظريې شته.
لومړۍ نظريه وايي، ميليارډونه کاله پخوا يو ستوری په ډېر سرعت سره د لمر تر څنګ تېرېده او له هغه سره يې ټکر کړی دی. د دې ټکر په پايله کې له لمر څخه يوه برخه جلا شوې او بېلې شوې ټوټې د لمر په چاپېره څرخېدل پيل کړي دي. وروسته په نورو ټوټو هم بدل شوی او نهه سيارې ترې جوړې شوې دي.
دويمه نظريه بيا وايي، شمسي نظام د غازاتو او غبار له ډېرې غټې وريځې څخه سرچينه اخيستې، د جاذبې قوې د ميليونونو کلونو په تېرېدو د دغو غازاتو او غبار اټومونو يو بل ته نږدې کړل، د زمانې په تېرېدو دغه ورېځ د ګرد د يوې سطحې په څېر جوړه شوه او د خپل محور په شاوخوا يې په څرخېدو پيل وکړ. وروسته د ورېځې دغه سطحه په ټوټو بدله شوه، یوې برخې يې د مرکز په شاوخوا په څرخېدو پيل وکړ.
دغه مرکزي جسم بيا لمر او د سيارو کړۍ تشکيل کړې. د مرکزي جاذبې له امله لمر ووړ شو او په وروسته کې را کم شو، خو حرارت يې زيات شو.
ټول شمسي نظام د لمر په رڼا روښانه کېږي، لمر ټولو سيارو ته چې ځمکه هم پهکې شامله ده رڼا ورکوي.
او موږ ته بيا تر ټولو ډېره دا مهمه ده چې لمر د لوبو پر مهال تاسې ته رڼا درکوي او تاسې تاوده ساتي.
0 نظرونه