د غاښونو کريم يوازې د غاښونو نه دي
۲ اسد ۱۳۹۷ 183677 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د غاښونو کريم يوازې د غاښونو نه دي

 

حتماً به مو کله پياز يا هوږه ټوټه کړي او لاسونو به مو بد بوی ځنې اخيستی وي، دا چې له دې ستونزې مو بېخي غوږونه ارام شي، پر لاسونو مو د غاښونو کريم وموښئ، وروسته يې په تړمو اوبو پرېمنځئ، له دې سره به د پياز يا هوږې بې‌خونده بوی درڅخه ورک شي.

ځينې نور شيان هم شته چې بوی يې تر ډېره پر لاسونو پاتېږي، د دې لپاره چې هغه بوی مو له لاسونو ورک شي، لاسونه مو د غاښونو په کريمو ولړئ او بيا يې پرېمنځئ.

د غاښونو کريم نه يوازې دا چې د بوی د ورکولو لپاره ګټور دي، بلکې پر جامو، فرشونو، پردو او د کور په نورو تکه‌يي څيزونو د لګېدلو داغونو او لکو په  له منځه وړلو کې هم پوره پوره مرسته درسره کولای شي.

مېرمنې له دې ستونزې سره هر وخت مخ کېږي چې جامې او يا هم د کور نور تکه‌يي شيان يې داغ شي او يا يې په بوټونو داغونه جوړ شي، دوی د دې شيانو پاکوالي ته زړه خوري، خو چې له دې ستونزې بې‌غمه شئ، اسانه او ساده لاره د غاښونو کريم دي، تاسې کولای شئ داغ او خاپونه خورا ښه پرې پاک کړئ.

لږ اندازه د غاښونو کريم په داغ شوي يا لکه شوي ځای ووهئ او و يې سولوئ، وروسته اوبه ورباندې تېرې کړئ، له دې سره به داغ يا لکه پاکه شي.

که مو پر دېوالونو باندې خط شوی وي، هغه هم د غاښونو د کريمو په مرسته پاکولای شئ. د غاښونو کريم په خط شوي ځای ووهئ، لږ يې پرې وسولوئ، له دې سره به داغ په بشپړ ډول پاک شي.

که مو موبل او فرنيچر داغ شوي وي، هغه هم له دې ډول لارې چارې په ګټې اخيستو سره پاکولای شئ.

هغه لوښي په تېره بيا د ماشومانو چوشک چې د شيدو بوی يې اخيستی وي، د غاښونو په کريمو کې پرېمينځئ، بوی يې بېخي له سره ختمېږي. که کوم لوښی د هګۍ بوی اخيستی وي، کولای شئ د غاښونو په کريمو يې پرېمنځئ او بد بوی يې ور ورک کړئ.

د غاښونو کريم د ريګمال کار هم ورکولای شي، که کوم اوسپنيز شی زنګ وهلی وي، د غاښونو په کريمو يې زنګ له منځه يوسئ.

که مو د سپينو زرو ګاڼه توره شوې او پيکه شوې وي؛ نو د غاښونو په کريمو کې يې پرېمنځئ، له دې سره به مو ګاڼه ځلا او ښکلا پيدا کړي.

د دې تر څنګ د غاښونو د کريمو په مرسته خپلو نوکانو ته ځلا او ښکلا ورکړئ، د غاښونو کريم نوکان تازه کوي، کټ مټ لکه غاښونه داسې يې رڼه وباسي.

که حشرې چيچلي ياست، يا مو د بدن کومه برخه سوځېدلې وي؛ نو د سوخت، بخار او درد د کمولو له‌پاره د غاښونو له کريمو کار واخلئ، په چيچل شوي او يا سوځېدلي ځای لږ اندازه وموښئ، سوخت او درد به يې تر يوه بريده په ارام شي.

 

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې