د تکواندو افغان اتل د سرو زرو مډال وګاټه
د ۷۸ کیلو ګرامه وزن په سیالیو کې فرزاد منصوري بریالی شو چې لومړی خپل قزاقستانی سیال مات کړي.
په دویمه سیالي کې د هغه اوکرایني سیال سیالي ته حاضر نه شو او په وروستۍ سیالي کې منصوري له یوه پیاوړي تایلنډي لوبغاړي سره مخامخ شو.
له تایلنډي لوبغاړي سره په سیالي کې تایلنډی لوبغاړی په دوو پړاونو کې مخکې و، خو په درېیم پړاو کې فرزاد منصوري ورسره مساوي شو او سیالي طلایي پړاو ته ووتله.
په دغه پړاو کې افغان اتل فرازد منصوري وتوانېده چې خپل سیال مات کړي او د سرو زرو مډال خپل کړي.
په دغو سیالو کې دوو نورو افغان لوبغاړو د ژېړو مډالونه ګټلي دي.
د کویا د تکواندو په ازادو سیالیو کې د نړۍ له ۶۰ هېوادونو څه باندې ۲۶۰۰ لوبغاړي ګډون لري چې شپږ افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي.
0 نظرونه