په ګډ ژوند کې جنسي بې‌زارۍ ژوند در خرابوي
۳۱ سرطان ۱۳۹۷ 177607 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په ګډ ژوند کې جنسي بې‌زارۍ ژوند در خرابوي

 

ځوانان او پېغلې چې کله سره واده شي، په پيل کې جنسي ستونزې ډېرې جدي نه نيسي، ځکه خو وخت پر وخت سرخوږی زياتېږي. دغه ستونزې چې بې‌مهاره وي، د دوی زړونه وار په وار له يو بله سړېږي او کيسه ان تر ډېره بده ځايه رسېدای شي.

معمول دا دی چې کورنۍ د زکام ناروغي ولري هم ډاکټر ته ورځي، مګر په جنسي ستونزو کې د حيا په نامه له بې‌جراته ورځې له يوه رواني او جنسي مشاور سره خوله نه‌شي پرې کولای، حال دا چې اوسنۍ ټولنپوهنه د کورنۍ د شلېدو علتونه جنسي بېزارۍ ګڼي.

د ګډو ژوند په پيل کې تجربې لږ وي، ښه دا ده چې ستونزې له يو بل سره صادقانه شريکې شي، خپل ذوقونه څرګند شي او د کرکې وړ حوزې مشخصې شي. که دغه هر څه د لاشعور کندې ته پورې وهئ، دومره سوړ ژوند به ولرئ چې د ژامو ټکا به مو له کورنۍ دباندې واورېدل شي.

يوې تازه جوړې ته لازمه ده چې يو بل پوره وپېژني. د ژوند سبک، د اخلاقو ډول او د زماني شرايطو تفاوت پر چلندونو خورا اغېز لري. بل دا چې د جنسي غوښتونو په برخه کې د نظر اختلاف هم عاطفي او جنسي توپيرونه غښتلي کوي چې که په ټکر کې راشي، ژوند ته صدمه رسېږي. کله کله د جنسي اړيکې په برخه کې يو لوری د حقارت احساس ته لوېږي چې مخنیوي يې اړينه چاره ده.

۱. د ښځې او مېړه د جنسي خوښې توپيرونه

جنسي ميلان په افرادو کې مختلف دی، مګر که دغه اختلاف يو تر بله زيات شي، پر جنسي اړيکه منفي اثر اچوي. د دغه توپير په جريان کې يو لوری داسې کار ته مجبورېږي چې له وړاندې يې د کولو علاقه نه لري. دغه مساله وروسته ته رنځېدو، غوسې او ان له جنسي اړيکې صرف نظر ته رسېږي.

۲. په جنسي چلندونو کې زورزياتی

په جنسي اړيکو کې بايد هيڅ لوری داسې کار ته مجبور نه‌شي چې په طبعيت يې برابر نه وي. که دغسې غوښتنه له يوې خوا رد شي، دويم لوری يې بايد هرو مرو متوقفه کړي، خو که زوجين يا جوړه هوکړې ته و نه رسېدل، له يوه ارواپوه يا داسې کس سره چې دوی خپل راز تر يوه حده ورته ويلای شي، مشوره وکړي او ستونزې ته حل بيامومي.

 

۳. ناسالم حرکتونه

کله چې له يوې نارمل جنسي اړيکې د خيال‌پردازي په څېر هيلې لرو، مقابل لوری د جنسي پښېمانتيا، عذاب او سپکاوي احساس کوي، په دغه ډول ژوند يو اجباري شکل خپلوي او سالمه کورنۍ نه‌شي جوړېدای. په دغه برخه کې د اهل‌نظر کسانو مشوره اخيستل بې‌ګټې چاره نه ده.

 

۴. بيا بيا ماتې

هغه چا چې له خپلې جوړې سره په جنسي اړيکه کې بيا بيا ماتې تجربه کړې وي، يا دا چې پورته يادې شوې ستونزې يې بې‌حله پرېښې وي، بايد له يوه مشاوره سره کښېني.

نه تحريکېدل، د جنسي ميل کمښت، د ارضا کېدو په برخه کې سختي او... ستونزې چې په پټولو نه حل کېږي، بايد د همدې برخې ډاکټر ته مراجعه وشي.

د ځينو ټولنو کولتوري شرايط د ستونزو د دوام سبب کېږي، لومړی خو ښه دا ده چې انساني اړتيا بربنډول د شرم له ساحې دباندې وګڼو، دويم دا چې نويو واده شويو کسانو ته د خواخوږي وړ وګړيو په سترګه وګورو.

که هغوی خپلې ستونزې نه‌شي مطرح کولای، ښه لاره دا ده چې موږ يې په خبرو راولو او واقعي مرسته ورسره وکړو، نه دا چې نندارې ته يې ناست يوو.

 

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې