د فوټبال لوبډله ازبکستان ته ولاړه
د فوټبال فډراسیون وايي، د هېواد له پنځهلس کلنو د کم عمره ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د هېوادونو د فوټبال په سیالیو کې د ګډون په هدف ازبکستان ته ولاړه.
دې فډراسیون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، دا د دې سیالیو دویم پړاو دی چې د ازبکستان په کوربهتوب کېږي.
سرچینه زیاتوي، افغان لوبډلې دې سالیو ته پوره چمتوالی نیولی او تمه ده چې له خپلې اتلولې به دفاع وکړي.
0 نظرونه