زه څه شی يم؟
۲۶ سرطان ۱۳۹۷ 188158 0 نظر نورالحبيب نثار

زه څه شی يم؟


ګرانو کوچنيانو! د حيواناتو لاندېني تصويرونه وګورئ، معلومات ولولئ او د حيوناتو نومونه واخلئ.

 

 

  • ډېر غټ او غښتلی يم. په افريکا او هندوستان کې اوسېږم. رنګ مې خړ دی. خوراک مې پاڼې او واښه دي. پزه مې ډېره اوږده ده، زه څه شی يم؟

 

  • ډېره تېزه منډه وهلای شم. غاړه او پښې مې ډېرې اوږدې دي. د ونو پاڼې او واښه مې خوراک دی، زه څه شی يم؟

 

  • زه ډېر کوچنی يم، خو لکۍ مې ډېره اوږده ده. په ورانکارۍ او ژوولو کې شهرت لرم. د نيا تقريباً په ټولو ملکونو کې ژوند کوم. پنير او کورت مې خوښېږي، زه څه شی يم؟

 

  • هم الوتلای شم او هم لمبلای شم، سمندر ته نږدې اوسېږم. خوراک مې کب دی، سپين رنګ لرم. که دنيا اوبه لاندې کړي، تر ښنګرو مې رسېږي، زه څه شی يم؟

 

  • ډېر اوږد يم، پښې نه لرم. په لاره چې ځم څښېږم، ډېر خطرناک زهر لرم، زه څه شی يم؟

 

  • زه الوتونکی یم، کولای شم په سيند کې ولامبم. کولای شم چې د ځمکې پر مخ په لاره ولاړ شم، خو الوتلای نه‌شم. په ډېرو سړو سيمو کې اوسېږم. پر لاره تګ مې د انسان غوندې دی، زه څه شی يم؟
  • زه الوتونکی يم. کولای شم په سيند کې ولامبم. کولای شم چې د ځمکې پر مخ په لاره ولاړه شم، خو الوتلای نه‌شم. په ډېرو سړو سيمو کې اوسېږم، پر لاره تګ مې د انسان غوندې دی، زه څه شی یم؟

 

 

 

اوس به بريټانوي ماشومان پر سپوږمۍ لوبې کوي

Dec 01, 2020 29

راتلونکی کال به د بريټانوي ماشومانو دوه ريموټي موټرونه د سپوږمۍ پر مخ ور کښته شي او بيا به ورباندې د بريټانيا د ښوونځيو ماشومان له ځمکې لوبې کوي.

مېږی او کوتره 

Oct 03, 2018 29

یو وخت د اوړي ټکنده غرمه وه، یو تږی مېږی کښته پورته ستړی ستومانه وچ حلق لالهانده په اوبو پسې ګرځېده، تر ښه ډېر وخت وروسته یې د اوبو یوه چينه پیدا کړه، مېږي د چینې څنډې ته ور [...]

زمری او موږک

Sep 12, 2018 29

يوه ورځ د ځنګله پاچا زمری ويده و، يوه کوچني موږک د زمري چار چاپېره کښته پورته ځغستل، په دې سره زمری ډېر ژر را ويښ شو، زمري په خپله لويه خپړه کې موږک را ونيو او قوي ژامه يې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې