د سمسونګ تر ټولو ګران موبايل بازار ته راځي
د سمسونګ نوی موبايل ګلکسي نوټ۹ به د اګست په نهمه نېټه بازار ته وړاندې شي، خو یو تازه راپور ښيي چې دا به د جنوبي کوریا د دې مشهورې کمپنۍ تر ټولو لوړ بیه ګرځنده ټلېفون وي.
دا ګرځنده ټلېفون به شپږ جيبي رېم او ۱۲۸ جيبي حافظه ولري چې بیه یې هم نږدې ۱۱۶۳ امریکايي ډالره ښوول شوې ده.
د سموسنګ دا موبايل به په دريو ابي، تور او بنفش رنګونو کې بازار ته وړاندې شي.
0 نظرونه