تر راتلونکیو ۱۰ کالو د کابل د اوبو د کمېدو اندېشنه شته
۲۰ سرطان ۱۳۹۷ 1030327 0 نظر سرخط ورځپاڼه

تر راتلونکیو ۱۰ کالو د کابل د اوبو د کمېدو اندېشنه شته

د هېواد طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر وايي، وچکالي یو جدي ګواښ دی او دا ستونزه د تېرو څو کلونو د نه ‌پاملرنې له امله رامنځ‌ ته شوې.

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم د اقلیمي بدلون او د وچکالۍ د پېښو مدیریت تر عنوان لاندې ورکشاپ کې په کابل کې له اوبو بې ځايه ګټه اخیستل ناسم وبلل او ویې ویل، که پام ورته و نهشي، کابل به د اوبو له پلوه له ستونزو سره مخ کړي.

فهیم زیاتوي چې په کلني ډول په کابل او نورو لویو ښارونو کې د اوبو سطحه ۲۰ مټره کښته ځي چې دا یوه جدي ستونزه ده.

دی وايي، دا مهال په ۲۰ ولایتونو کې چې شاوخوا ۱۳ میلیونه انسانان پهکې اوسي، د وچکالي تر اغېز لاندې راغلي چې دې مسلې په کرنه، څارویو او د کورنیو پر اقتصاد منفي اغېز کړی.

سني لېون اوس د بادرنګو پالېزونه ساتي

Jul 30, 2021 29

د هند د اندهرا پردېش ايالت په نيلور ولسوالي کې يوه کروندګر پر خپله پراخه ځمکه د سني لېون لوی لوی عسکونه ځړولي او په دې باور دی چې د بې‌باکه فلمونو دغه ستورې به يې کرونده له بده [...]

عامر خان دويمه ښځه هم خوشې کوي

Jul 03, 2021 29

د هندي سېنما مشهور ستوري عامر خان اعلان کړی دی چې له خپلې دويمې ښځې کرن راو څخه د ژوند لارې بېلوي او طلاق ورکوي.

يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي

May 05, 2021 29

د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې