
دا ټکسي په سندرو چلېږي
په فنلنډ کې يوه داسې ټکسي جوړه شوې ده چې د کرايې د پيسو پر ځای، په سندرو چلېږي.
بس سندرې وایاست او ټکسي به روانه وي، که مو سندرې بندې کړې، ټکسي پر هماغه ځای درېږي.
دغه ټکسي سنګ الانګ شفل نومېږي او د فنلنډ د ټورکو پر سړکونو ګرځي.
په سنګ الانګ شفل کې يو ټابليټ ايښوول شوی دی چې د بېلابېلو سندرو ليکلې بڼه پکې ده. کله چې څوک ور وخېژي؛ نو بايد يوه سندره خوښه کړي او له موټر چلوونکي سره ګډه يې ووايي.
د دغې ټکسي مسوولان وايي، وړاندې به په ټکسيانو کې له موټر چلوونکيو سره بېځايه مجلسونه وو، يا به د خلکو غيبتونه کېدل، خو اوس به خلک سندرې وايي.
دوی وايي، په دې سره به د خلکو جرات هم زيات شي او خوندور سندرغاړي به هم پيدا شي.
0 نظرونه