د سینو غټول
۱۹ سرطان ۱۳۹۷ 976294 0 نظر ډاکټر مريم زينب

د سینو غټول

 

د سینو د غټېدا یا غوره ده ووایو د ښایست په هکله مېرمنې ډېرې پیسې لګوي او اټکلونه ښيي چې په ټوله نړۍ کې کابو درې میلیونه ښځو د ژوند په وروستیو ۳۵ کلونو کې د سینې پروټیز کارولی، یعنې د سینې جراحي عملیات يې کړي چې سینې يې ښایسته او متناسبې ښکاره شي، هر کال په لسګونو زره مېرمنې دغه جراحي عملیات کوي .

ډېری مېرمنې تصور کوي چې دسینې په غټولو سره د دوی جذابیت زیاتېږي، خو دغه خبره هم باید هېره نه کړو چې په تېره بيا په اروپا کې کله غټې او کله هم وړې سینې موډ وي.

سینې معمولاً د شیدو له کانالونو، غوړو او یو ډول خاصو حجرو څخه جوړې شوې دي. شیدې په سینو کې جوړېږي او بیا د تیو له څوکې بهر ته راوځي، د تیو څوکې ته اریولا وايي، دغه راز هر تی له کابو ۱۵ یا ۲۰ لوپونو جوړ شوی وي چې د ګلانو د پاڼو په شان د یو بل په څنګ کې موقعیت لري.

په ټوله کې سینې د جنسي غړیو برخه نه ده او اصلي دنده يې ماشوم ته شیدې ورکول دي، خو د جنسي تحریک لپاره اصلي وسیله ګڼل کېږي او د شیدو ورکولو دنده يې د عمر په یوه محدود وخت کې وي؛ نو ساتل او پالل يې د مېرمنو په ښایست کې رول لري.

د سینې د غټېدا پروسه د نجونو له بلوغ سره پيلېږي او د جنسي هورمونونو اسټروجن او پرولکټین د ترشح په پايله کې بڼه خپلوي او په لويوالي او کوچنیتوب کې يې رول لوبوي.

سینې هیڅ ډول عضلې نه لري، خو په ټټر کې د پکټورالیس په نامه عضله تر سینو لاندې موقعیت لري، که دغه عضله مضبوطه کړو سینې ورسره کلکې او استواره کېدای شي.

تر لنګون وروسته د هورموني بدلونونو له امله سینې غټېږي او له هغه وروسته بېرته خپل عادي حالت ته ستنېږي، دغه راز د مېرمنو په میاشتني عادت کې هم سینې بدلون کوي، په ډېرو مېرمنو کې سینې تر عادي حالت غټېږي.

له دې چې سینې د مونث جنس یوه نښه ده؛ نو د مېرمنو لپاره د هغو جوړښت ډېر اهمیت لري او سینو ته پاملرنه د مېرمنو په ښکلا کې اهمیت لري. د سینو په اندازه سربېره د هغو پوستکی هم ډېر مهم دی، ځکه چې د دې برخې پوستکی تر نورو برخو نازک وي او ژر وچېږي؛ نو حتماً باید په داسې کریمو غوړ شي چې رطوبت لري.

لکه چې وویل شول د یوې شل کلنې مېرمنې په سینو کې وازګه، د شیدو غدې او د کولاجن په نامه حجرې موجودې وي، خو چې عمر زیاتېږي د شیدو غدې او کولاجن کمېږي، پر ځاي يې وازګه ټولېږي، ځکه خو د عمر په زیاتېدا سره سینې ځوړندې شي. د دې طبیعي پروسې مخه نه‌شي نیول کېداي، خو که داسې واسکټ یاسینه بند استعمال شي چې سیم ولري؛ نو د ځوړندېدا پروسه ټکنۍ کوي .

د سینې لویول په نړۍ کې عام جراحي عملیات دي چې مصنوعي توکي کې ځای پر ځای کېږي او پروټز بلل کېږي، خو دغه عمل باید په شعوري توګه وشي او د نورو د رضایت لپاره نه وي، ځکه چې د ژوند کومه ستونزه نه هواروي، بلکې د ښایست یو ډول عملیات دی؛ نو ګټې او تاوانونه يې باید وسنجول شي .

که څه هم د سینې د غټولو لپاره له جراحي علمیاتو پرته بله کومه روده په کلي توګه نه ده تاييد شوې، خو ځینې رودې او کارونه شته چې له عملیاتو پرته له تاسې سره په دې برخه کې مرسته کولاي شي؛

نور بيا...

کېميا يوسفي د اولمپيک لوبو له بلې لړۍ پاتې شوه

Jul 30, 2021 29

د افغانستان د ځغاستې ملي لوبغاړې کېمیا یوسفي په ټوکيو کې د اولمپيک د دوه زره يوويشت کال په سياليو کې نن بیا د ځغاستې په يوه سيالي کې برخه واخيسته، په ملي کچه يې ريکارډ جوړ کړ، [...]

په يوولسو ولايتو کې د پوهنتونو رخصتي دوه اوونۍ وغځېدې

Jul 24, 2021 29

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د هېواد په يوولسو ولايتونو کابل، کندوز، نيمروز، دایکندي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان، سمنگان او پنجشېر کې د پوهنتونو رخصتي د [...]

کرونا تازه ۶۰ افغانان وژلي تر ۱۲۰۰ ډېر يې نيولي دي

Jul 14, 2021 29

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، کرونا له پرون راهيسې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې شپېته تنه افغانان وژلي او دوولس سوه او لس نور ورباندې تازه اخته شوي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې