په بلخ کې د کبانو لومړی فارم جور شو
د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ وزارت د باغداري او مالداري ملي پروژې د لومړي ځل لپاره په شمال زون کې د کبانو د تولید او تکثیر لوی فارم جوړ کړ.
دا فارم په کال کې تر ۳ میلیونو د زیاتو کبانو د تولید وړتیا لري.
د دې وزارت د باغداري او مالداري د ملي پروژې مسوولين وایي چې د دې فارم د جوړولو هدف په افغانستان کې د کبانو تولید او د کبانو د روزنې دودول دي.
0 نظرونه