د ننګرهار د هندواڼو حاصل ډېر شوی
د ننګرهار د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ رياست وايي، په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله يو ځل بيا د هنډواڼو حاصل لس سلنه زيات شوی.
د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې، هر کال د ننګرهار د بټي کوټ، لعلپورې، ګوشتې او کامې ولسوالیو پر ۱۵زره جریبه ځمکه هندواڼې کرل کېږي او تر ۱۰۰زره ټنو ډېر حاصلات ترې راټولېږي.
د هندواڼو ډېر حاصلات سږ کال هم د تېر په څېر په بټي کوټ ولسوالي کې ډېر شوي او د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره خو ورته د فارمونو په سيمه کې کوچني بازارونه هم جوړ شوي دي.
0 نظرونه