۴۰۰زره کډوال را ستانه شوي
د کډوالو او را ستنېدونکيو چارو وزارت وايي، د روان ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نیمایي کې په خپله خوښه او یا له مجبوریته کابو ۴۰۰زره کډوال او پناه غوښتونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
د دې وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، د راغلیو ۳۸۷۳۵۸ را ستنو شويو هېوادوالو له ډلې ۳۶۳۰۷۶ کسان له ایران او ۲۴۲۸۲ له پاکستانه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې ۲۰۶۹۱۰ کسان له ایران او ۱۰۳۹ نور له پاکستانه ایستل شوي دي.
0 نظرونه