پياز او وېښتان
۱۷ سرطان ۱۳۹۷ 179423 0 نظر ژباړه؛ عصمت الله صالح

پياز او وېښتان

 

که مو وېښتان کمزوري وي او د دغه مشکل د هواري په لټه کې ياست، مه خپه کېږئ، ستاسې د وېښتانو درملنه، ستاسې په کور کې ده.

پیاز ستاسې د وېښتانو په وده او پیاوړتیا کې ښه مرسته کوي.

په لومړیو کې ممکن د دغه بدبویه څيز استعمال خوند در نه کړي، خو که وروسته یې پر ګټو پوه شئ، ممکن په خپله پرېکړه کې بدلون راولئ.

که مو فکر کړی وي، کله مو چې وېښتان تويېږي، له لږ وخت وروسته د سر پوستکی ترې ښکاري، خو مخکې تر دې چې وېښتان مو ډېر توی شي، ژر تر ژره یې د درملنې په فکر کې شئ. هر څومره چې ژر اقتدام وکړئ، هغومره به مو د ډېرو وېښتانو د تويېدو مخه نیولې وي.

 

پیاز د وېښتانو په وده کې څه وړ مرسته کوي؟

که اوس هم له ځانه پوښتئ چې ایا پیاز به په رښتیا هم وېښتان پياوړي کوي، ځواب به مو «هـو» وي.

ځکه چې په پيازو کې سلفر زیات دي. سلفر هغه ماده ده چې بدن ورته ډېره اړتیا لري، ځکه چې د وینې په صفايۍ او چټک جریان  کې لوی لاس لري او له دې سره سره فولیکلونو ته هم وده ورکوي.

په دې سربېره پیاز د ميکروبونو د له منځه وړلو وړتیا هم لري، د دې شي دغه ځانګړتیا هغه ميکروبونه هم له منځه وړي چې د سر په پوستکي کې ځای لري او د وېښتانو د تويېدو لامل کېږي.

همدا راز پیاز د کاټالایز په نوم چې د وېښتانو لپاره ګټور دی، یو ډول انزایم هم لري.

دغه انزایم د اکسیډان په څېر عمل کوي او د وېښتانو د سپینېدا مخه نیسي.

که غواړئ چې د وېښتانو د پیاوړتیا په خاطر، د پیاز له دغو ځانګړتياوو ګټه واخلئ، له اوبو يې استفاده وکړئ.

تر ټولو اسانه طریقه

لومړی پیاز ټوټې کړئ، بیا یې د میده کولو په خاطر، د ګډولو په ماشین کې واچوئ، وروسته یې دومره میده کړئ چې اوبه یې ترې بېلې شي.

وروسته لاس ته راغلې ماده په اوبو کې واېشوئ او یا یې په مستقیم ډول پر سر واچوئ، کله مو چې پر ټول سر واچوله وروسته له هغې مو ټول سر کلک کلک وموښئ او څه ناڅه مساج ورکړئ.

که په دې ډول له پيازو استفاده وکړئ، په ډېر لږ وخت کې به مو د وېښتانو بېخونه پیاوړي شي او همدا راز به مو د وېښتانو د سپینېدو او توېدو مخه نیولې وي.

 

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې