د دوه درځنه ښځو مېړه نظر بند دی
هغه بله ورځ به مو په سرخط کې د يوه ځوان په اړه لوستي وي چې زرګونو ښځو يې د واده وړانديز رد کړی او لا هم مجرد پاتې دی، خو راځئ نن د داسې چا په اړه ولولئ چې د ښځو ورباندې باران دی.
د کاناډا یو اوسېدونکی ونسټن بلیک مور یو نه، دوه نه، درې نه، لس او شل هم نه، بلکې پوره ۲۴ ودونه کړي او له دې مېرمنو پوره ۱۴۹ اولادونه لري.
خو کله چې حکومت د دې کس له کارونو خبر شوی، ۶ میاشتې یې په خپل کور کې نظر بند کړی دی.
ونسټن بلیک وايي، د ډېرو مېرمنو عمرونه یې د ودونو پر مهال کم و او له همدې کبله ورته محکمه غوسه ده.
0 نظرونه