افغان بوکسر خپل الماني سیال ته ماتې ورکړه
المان کې مېشت افغان سوکوهونکي یما سعیدي خپل الماني سیال ته ماتې ورکړه او هغه یې په اتم رونډ کې ناک اوټ کړ.
سعیدي د دې بریا سره له خپلې اتلولۍ دفاع و کړه. هغهد اروپا په کچه د ایبياف کمربند لري.
د سعیدي سیال سبستیان مخکې له دې لوبې په خپله کړنلاره کې هېڅ ماتې نه درلوده او ۱۰ لوبې یې په بریا کړې وې چې په درېیو کې یې خپل سیالان ناک اوټ کړي وو.
یما ۲۴ کاله عمر لري او له ۲۰۱۱ کال راهیسې یې پر سوکوهنې پیل کړی دی او تر اوسه یې ډېرې بریاوې خپلې کړې دي.
0 نظرونه