د اوبو لګولو ۶ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په هرات کې د اوبو لګولو شپږ کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، دا کانالونه د انجیل ولسوالي اړوند د ده ازبک، تولاداب، بازرګان، سرای نو، جوی اسیا او جوی هزارګي کلیو کې جوړ شوي دي.
دی وايي، دا کانالونه د اوبو په لېږد، د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي، د اوبو د سرعت د زیاتېدو او د اوبو پر سر د شخړو د مخنیوي په برخه کې اساسي رول لري.
د ده په وینا، دا کانالونه د دوه زره او سل هکټاره ځمکې د خړوبولو امکانات برابر کړي، شپږ سوه کورنۍ له دې پروژو په دایمي ډول ګټه اخیستلای شي او ۹ زره کسانو ته یې کاري بوختیاوې برابرې کړې دي.
د دې کانالونو مجموعي لګښت نږدې ۵۰ میلیونو افغانیو ته رسېږي چې په کروندو کې د اوبو د تنظیم د پروژې له خوا ورکول کېږي.
0 نظرونه