د زيتون د غوړو اقتصادي ارزښت؛ دويمه برخه
د زيتون ونو ځانګرتيا او ظاهري جوړښت
د زيتون کښت او له ميوو څخه د تېلو تر لاسه کول ډېر ستونزمن کار دى، ځکه چې بشپړ کال جدي پاملرنه غواړي.
د ميوو او تېلو په نيت کېنول شوي نيالګي پنځه يا شپږ کاله وروسته ميوه ورکوي. دغه ونه د غويي او غبرګولي په مياشتو کې ګلان نيسي. د زيتون ميوه لومړى شين، بيا بنفشه، بيا سور او په اخير کې تور رنګ غوره کوي.
په ګرمو ځايو کې د لړم، ليندۍ، کب او وري په مياشتو کې د زيتون ميوه پخيږي. د ميوو راټولو څخه وروسته د زيتون فابريکو ته وړل کيږي چې تېلو ترې وايستل شي او که چيرې په زيتون ميوه باندې پوپنک يرغل وکړي، نو په تېلو کې د تيزابو کچه زياتېږي چې له دې سره يې د تېيو او ميوو ارزښت هم ټيټيږي.
عمده تېل:
هغه تېل چې له زيتون څخه په لومړۍ درجه کې ترلاسه کېږي، طلايي او شين ته ورته رنګ ولري، د لوړ کيفيت لرونکي هغه دي، ځکه چې دې ډول تېلو ته د ورجينا ايکسترا ( Virgiana extra) ويل کېږي.
د زيتون ډېری ډولونه سالبري لري، په دې معنی چې ځينې ډولونه د زيتون نبات په يو کال کې حاصل ورکوي او په دويم کال کې هېچ نه لري او په دريم کال بېرته په حاصل راځي، نو د زيتون ونه په دوه ډوله تکثير کوي.
الف: Cross Pollination په دې معنی چې د کراس په واسطه ګرده صورت نيسي، دغه نبات پندک يا Bud له اړخه د يادونې وړ دی.
ب: Self Pollination: په دې معنی چې په ګل کې خپله ګرده افشاني صورت نيسي او يوه زخه له ١٥ څخه ٣٠ پورې ګلان ورکوي.
د زيتون كرنيزې چارې او پالنه :
د زيتون باغونه د تراکټور په مرسته قلبه او نرميږي. په فني توګه د ښاخ غوڅونې عمليات د زيتونو په باغونو کې تر سره کيږي. دغه بڼونه په منظم ډول او د پلان مطابق اوبخور کېږي او په منظمه ډول بايد په ټاکلي وخت دوا پاشي شي.
په دې باغونو کې بايد د نامطلوبو بوټو کنترول په نظر کې ونيول شي او د تنظيم لپاره يې خوراکي توکي او اوبه مهم بلل کېږي. د سلواغې په مياشت کې چې باران نه وي اوبه ورته ضروري دي او بايد اوبه ورکړل شي. په دې باغونو کې سر سري قلبه اړينه بلل کېږي، تر څو ځمكه يواندازه نرمه شي.
د پسرلي قلبه بايد ١٠ سانتي مټرو څخه زيات ژور تر سره نه شي، دا بايد سطحي وي. د دغه نبات رښې له رطوبت څخه ګټه اخلي او که چېرې ژور قلبه تر سره شي، کېداى شي، ريښې له منځه لاړې شي او د نبات د مړينې يا کم حاصل لامل وګرځي. د اوبو نه شتوالى د نبات د ودې د ګمښت سبب هم ګرځېدای شي.
زيتون بايد په باغونو کې په قطار سره وکرل شي چې د ونو شمېر يې په يو هکټار ځمکه کې د سلو څخه تر څلور سوه پورې ښودل کېږي.
2 نظرونه
محسن هادی
جمعه، ۲۸ ثور ۱۳۹۷پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Replyپرویز کاوه
جمعه، ۲۸ ثور ۱۳۹۷پاسخزهیرمل
March 8, 2018ReplyHamid Asadi
March 8, 2018ReplyAzizi
March 8, 2018Reply