د زیاتې مالګې خوړل مو په ناروغيو اخته کوي

د زیاتې مالګې خوړل مو په ناروغيو اخته کوي
۸ ثور ۱۳۹۷ 480 0 نظر سرخط ورځپاڼه

له مالګې پرته خواړه خوند نه کوي، خو که دغه توکی زیات وخوړل شي، نو د زړه، وینې فشار، معدې او نورې ناروغۍ هم در پيدا کولای شي.

څېړنې په ډاګه کوي چې د زیاتې مالګې استعمال یا خوړل پر پورتنیو ناروغیو سربېره ستاسې د معدې تېزاب نور هم زیاتوي او د هغو کسانو چې د معدې تېزاب يې زیات شي، ټول خوراکي مهالوېش ګډوډېږي، ځکه چې د معدې ناروغي د نورو ناروغیو مور ګڼل کېږي.

څېړونکي وایي، په ټوليز ډول د مالګې له استفادې سره په بشپړه ډول هم مخه ښه مه کوئ، خو په ورځ کې د چای خوړلو یوه کاچوغه چې تر شپږو ګرامو کېږي حتمي وخورئ، خو تر دې زیات او کم یې ناروغي درته پیدا کوي.

څېړونکي وايي، که په ورځ کې تر شپږو ګرامو زیاته مالګه وخوړل شي، نو د معدې په سرطان او ورسره نورو اړونده ناروغیو مو د اخته کېدا چانس زیاتېږي.

بل لورته بيا نورې څېړنې وايي چې مالګه د وینې د فشار لوړولو لامل ګرځي، په تازه مهال کې طبي پوهانو د مالګې د ډېر استعمال یو بل زيان هم په ډاګه کړی دی.

یوې بلې څېړنې ښودلې چې د مالګې ډیر استعمال د فشار پر لوړولو سربېره د ډېر عمر کسانو وینې ته هم خورا جدي زيان رسوي.

 په مالګه کې موجود «سوډیم» په نورو چارو سربېره په بدن کې د موجودو اوبو جریان په برابروي او عصبي نظام منظم کوي، خو که دا څه له حد زياته استفاده شي، نو بيا يې زيانونه تر ګټې لوړيږي.

د اړوندې طبي څېړنې له پايلې ثابته شوې چې د انسان لپاره که هره ورځ له شپږو ګرامو زياته مالګه وخوري، د لوړ فشار ناروغي هم ورته پيدا کېدای شي.

 د روغتيا د نړيوال سازمان د اړوندو مقرراتو سره سم د لويانو لپاره د مالګې د خوړلو ورځنۍ اندازه بايد په شپږو ګرامو کې وساتل شي، له دې امله چې د ډوډۍ پخولو په وخت کې که خوراکونه زيات چمتو شي، نو هرومرو به د مالګې اندازه په کې لوړيږي او کېدای شي تاسې له اړتيا څخه زياته مالګه وخورئ. بل خوا بيا د مالګې پر کيفيت هم ټينګار کېږي چې د  لوړ کيفيت مالګې وکاروئ.

 

دغه برګر څوک نه‌شې خوړلای

Apr 06, 2019 29

تاسې به د ګران بیه خوراکونو په اړه ډېر اورېدلې وي، خو په جاپان کې یو مشهور پخوونکي

که غواړئ سرطان مو ونه نیسي، د شپې ډوډۍ مه خورئ

Apr 06, 2019 29

په امریکا کې د یوې تازه څېړنې له مخې، که د شپې له‌خوا د ۱۳ ساعتونو لپاره ډوډۍ و نه خوړل

د دالو سوپ څلور مهمې ګټې

Apr 02, 2019 29

دال په ډېرو هېوادونو کې له دودیزو خوړو نه ګڼل کېږي. خوند یې ښه، ګټه یې ډېره، بیه یې کمه او

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې