ميندې دې سالم ماشوم ته داسې زمينه برابره کړي
نورماله اميندواري کومه ناروغي نه ده چې درملنې ته اړتيا لري، خو تر زېږون وړاندې د اميندواري پر مهال په بيا بيا د مېرمنې کتنه او معاينه يو روغ او سم کار دی، ځکه دا زمينه برابروي چې روغ او سالم ماشوم ټولنې ته وړاندې شي او د ځينو ناروغيو او نيمګړتياوو مخه ونيول شي.
که د يوې اميندوارې ښځې اميندواري له ستونزو ډکه وي، بيا يې درملنه په مختلفو شکلونو کېږي چې له يوه تام استراحته نيولې تر بېلابېلو درملو او لارښوونو پورې.
د روغتيايي برخې متخصصان وايي، که مېرمنې د اميندواري پر مهال ګټور او متنوع خواړه وخوري، تر زېږون وروسته به یې د زړه په ناروغیو د ماشومانو د اخته کېدو امکانات تر ډېره بريده کم وي.
دوی وايي، د اميندوارو ښځو لپاره تر ټولو ګټور خواړه تازه مېوې، زړي، ترکاري او کبان دي.
ډېری وخت له ورځنیو خوړو سره د بدن ټولې اړتیاوې نه بشپړېږي، ځکه امېندوارو مېرمنو ته لارښوونه کېږي چې داسې خواړه دې وخوري چې د دوی د بدن نیمګړتیاوې او اړتياوې بشپړې کړای شي.
متخصصان د فولیک اسیډو خوړل چې په شنوپاڼو، ځيګر او پښتورګيو کې په ډېره پېمانه پيدا کېږي، د ماشوم له نیمګړتیا د مخنیوي لپاره ګټور بولي او همدارنګه د قوي هډوکيو او سالمو غاښونو لپاره پر ویټامين ډېر زيات ټینګار کوي.
ځینې نورې وړې ستونزې لکه په زړه کې د سوریو ډولونه درملنې ته اړتیا لري او د وخت په تېرېدو ښه کېږي، خو ځینې لويې ستونزې یې بيا کېدای شي خورا خطرناکې وي.
روغتيايي راپورونه په ډاګه کوي چې د زړه يو شمېر ستونزې د جینونو او یا کروموزومونو له معیوبيته هم پیدا کېږي، خو دا لا نه ده مالومه چې ولې د ځینو ماشومانو زړه په عادي ډول وده نه کوي.
څېړونکي وايي، ښه خواړه سل په سلو کې د دې تضمین نه شي کولای چې ماشوم به د زړه په ناروغي نه اخته کېږي، خو ښځو ته ور زده کوي چې د اميندواري په موده کې دې ښو خوراکونو ته پام وکړي، ځکه په دې ډول نويو زېږېدليو ماشومانو ته ورپېښ ګواښونه تر يوې کچې راټيټولای شي.
0 نظرونه