د چارجر د دغې غوټې په کمال خبر واست
ځينې شيان داسې وي چې ورته ګورې ډېر معمولي ښکاري، خو په پټه له پرېمانه کمالونو ډک وي.
د همداسې شيانو له ډلې يوه هم د چارجر دغه غوټه ده چې په ځينو چارجرونو پورې تړلې وي.
ځينې کسان دې غوټې ته سلنډر وايي، خو اصلي نوم يې خول فيريټ دی.
دغه غوټه د برق هغه مقناطيسي څپې کنټرولوي چې ستاسې کمپيوټر ته تاوان رسوي.
په دې سربېره، دغه غوټه ستاسې کمپیوتر ته تلونکی برق هم کنټرولوي او کمپيوټر یا کامرې ته مو په مناسبه اندازه برق ورپرېږدي.
0 نظرونه