بېټرۍ ولې چارج ساتي؟
۸ ثور ۱۳۹۷ 131344 1 نظر انگک بنگک

بېټرۍ ولې چارج ساتي؟

يارانو تاسې څنګه ياست، خدای دې وکړي طبيعتونه مو برابر وي!

بالتۍ، بېټرۍ يا مسالې پېژنئ؟

د سرخط په دې ګڼه کې د بالتيو په اړه مالومات درکوو چې څه ډول چارج پکې ذخيره کېږي او څه ډول بيا راډيو، ټيپ او يا نور شيان پرې چالانېږي؟

بېټرۍ په لومړي ځل په ايټاليا کې د الکساندر ولټا په نوم يوه سړي جوړه کړه. په بېټرۍ کې سکاره، تېزاب، مس او پلاسټيک وي، کله چې مس له تېزابو سره يو ځای شي، تېزاب د مسو په خوراک پيل کوي او په همدې حالت کې چارج هم ورکولای شي.

تاسې به کله بېټرۍ ماته کړې وي، په بېټريو کې د سکرو يوه ميله، اسيډ «تېزاب» مس، پلاسټيک او اوسپنه کارول شوې وي. بېټرۍ په ټاکلې کچه چارچ لري چې دغه چارچ يې په مصرفېدو ختمېږي؛ ځکه چې دننه مواد يې کمزوري کېږي، خو د بېټريو چارچ يوازې په استعمال نه، بلکې که همداسې هم ايښې وي، ختمېږي.

په بېټرۍ کې چې کله مس له تېزابو سره يو ځای کېږي، تېزاب د مسو په خوراک پيل کوي  او په نتېجه کې د هايډروجن ګاز او تودوخه توليدېږي. که چېرې يوازې کاربني ميله له تېزابو سره يو ځای شي، هيڅ ډول غبرګون نه لري .

د بېټرۍ تر موادو لومړی پلاسټيک يا مسي پوښ او تر هغه وروسته د اوسپنې پوښ راګرځېدلی وي، ځکه داسې جوړې شوې دي چې تېزاب، پلاسټيک او مس له منځه نه‌شي وړلای، خو که اوسپنه وي، تېزاب يې له منځه وړي.

 که د يوه سيم په وسيله کاربني ميله له مسو سره وصل شي، د برېښنا جريان او يو څه تودوخه هم ورسره پيدا کېږي. همدغه تودوخه هماغه برېښنا ده چې بېټرۍ يې له خپلو منفي او مثبتو اړخونو څخه شيانو ته ورکوي او خلک ترې کار اخلي؛ خو په بېټرۍ کې د برېښنا موجوديت او جريان په سترګو نه شي ليدل کېدای.

اوس به بريټانوي ماشومان پر سپوږمۍ لوبې کوي

Dec 01, 2020 29

راتلونکی کال به د بريټانوي ماشومانو دوه ريموټي موټرونه د سپوږمۍ پر مخ ور کښته شي او بيا به ورباندې د بريټانيا د ښوونځيو ماشومان له ځمکې لوبې کوي.

مېږی او کوتره 

Oct 03, 2018 29

یو وخت د اوړي ټکنده غرمه وه، یو تږی مېږی کښته پورته ستړی ستومانه وچ حلق لالهانده په اوبو پسې ګرځېده، تر ښه ډېر وخت وروسته یې د اوبو یوه چينه پیدا کړه، مېږي د چینې څنډې ته ور [...]

زمری او موږک

Sep 12, 2018 29

يوه ورځ د ځنګله پاچا زمری ويده و، يوه کوچني موږک د زمري چار چاپېره کښته پورته ځغستل، په دې سره زمری ډېر ژر را ويښ شو، زمري په خپله لويه خپړه کې موږک را ونيو او قوي ژامه يې [...]

  1. Avatar
    پروین
    جمعه، ۲۴ حمل ۱۳۹۷پاسخ
    برای مهربانی این پست را بردارید
    • Avatar
      زهیرمل
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.
    • Avatar
      Hamid Asadi

      Azizi

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې