دزيتون د غوړو اقتصادي ارزښت؛ لومړۍ برخه
۲۴ ثور ۱۳۹۷ 154897 0 نظر روزنامه سرخط

دزيتون د غوړو اقتصادي ارزښت؛ لومړۍ برخه

 داسې شواهد نه شته چې د زيتون د کرلو د پيل په باره کې کره معلومات ورکړي، خو داسې مالوميږي چې ډېر پخوانى بوټى دى او د ځمکې پر مخ موجود دى. د اټکل له مخې د زيتون کرل تقريباً ٣٠٠٠ کاله مخکې له ميلاد څخه د مديترانې په سواحلو، فلسطين، سوريه او ترکيه کې پيل شوي او تقريباً ١٠٠٠ کاله د ميلاد څخه وړاندې ايټالې هسپانيې او بيا نورو عربي ملكونو ته خپور شوى دى. زيتون د هميشه بهار بوټي له ډلې دى چې له منځني څخه لوړ قد ته ځي. زيتون ونې سپين رنګ او شنې پاڼې لري چې نسبتاً ضخيمې او سپيرې دي او د زيتون پاڼې د يو بل په مقابل تنظيم شوي دي چې هر پاڼه ځانته موقيعت لري. زيتون پلن شکل او لڼده لکۍ يا Petiole لري.

دغه بوټى يو اقتصادي بوټى دى چې په تيږو لرونکو او شګلنو ځمکو او خاورو کې هم وده کوي او د اوبو د نشتوالي، د ګرمې او سړې هوا سره توافق کولاى شي. که چېرې د دې بوټي پالنې او روزنې ته ښه پاملرنه وشي، نو په پايله کې زيات حاصل ترې تر لاسه کېدلاى شي.

په نړي کې د زيتون تقريباً ٨٠٠ ميليونه ونې موجودي دي. د يوې سروې پر بنسټ دغه ونې په نړۍ کې له نهه څخه تر لس ميليونه هکټاره ځمکه کې کرل شوې دي. په شاړو او دښتو کې د ښه توافق له امله د ښه اقتصادي ارزښت لرونکی نبات بلل کېږي.
زيتون په هر ډول خاوره کې په مختلفو شرايطو کې چې اوبه ورته ورسيږي، ښه وده او نمو كولاى شي.

 ساينس پوهان هم اعتراف کوي چې د زيتون د تېلو په پرتله بل داسې کوم ځانګړي تېل نه شته، ياني دا تر ګردو لوړ هغه بولي.  د زيتونو ونې تقريباً له ٦٠٠ څخه تر ٧٠٠ کلونو پورې ميوه ورکوي.

لرغوني انسانان د زيتون خوراک او طبيعي ګټو څخه خبر وو او ټوله نړۍ کې په ځانګړې توګه په لوديځ کې هغه کسان چې د کلسټرولو په ناروغيو اخته دي، د زيتون سپارښتنه ورته کېږي. داسې اټکل کيږي چې زيتون د لمړي ځل لپاره په لوديځه اسيا کې ټوکېدلي دي چې بيا د روم د دواړو خواوو ته منځنۍ ختيځ او اروپا ته رسېدلي او اوس د نړۍ ٩٠ سلنه پيداوار د دې سيمو څخه تر لاسه کېږي.

نور بيا...

مخکېنی ولسمشر عربي متحده اماراتو ته تللی 

Aug 18, 2021 29

د عربي متحده اماراتو حکومت وايي،‌ د انساني خواخوږي په اساس يې ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه کورنۍ ته اجازه ورکړې ده چې د دوی پر هېواد ور کښته شي. 

امريکا د مخکېني افغان حکومت نهه نيم مليارډه ډالر کنګل کړي

Aug 18, 2021 29

د امريکا متحده ايالاتو د مخکېني افغان حکومت نهه مليارډه او پنځه سوه ميليونه امريکايي ډالر کنکل کړي ‌دي. 

د کندهار ملي راډيو د شريعت غږ په نوم خپرونې پيل کړې

Aug 14, 2021 29

د طالبانو لاس ته د کندهار تر لوېدو يوه ورځ وروسته، نن د کندهار ملي راډيو ټلوېزيون نوم اړول شوی او د شريعت غږ په نامه يې خپرونې پيل کړې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې