د روښانه او غوره پوست راز
۸ ثور ۱۳۹۷ 210396 0 نظر روزنامه سرخط

د روښانه او غوره پوست راز

د غوره او ښه پوست لرل د روغتيا او ښکلا په برخه کې لويه شتمني ده. د پوست يوه برخه ښکلا او ثابتوالی په جينونو پورې اړه لري، خو نوره ټوله ښکلا په انسان پورې اړه لري چې تر کومه بريده ورته پام ساتلای شي او لږ تر لږه د پوست زړښت لس کاله وروسته واچوي.

 د همدې لپاره سر له ننه هڅه وکړئ چې خپلې دې ستونزې ته حل پيدا کړئ او لاسرسی ورته وکړئ.

  • خوب ښه پوره کوئ

پوست د شپې له لوري خپل ځان نوی کوي او تر ميموي. تر خوب وروسته ستاسې پوست بدلون مومي. د همدې لپاره د شپې له لوري له اوو تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړئ چې پوست مو خپلې ترميموونکې  چارې سمې سر ته ورسوي.

  • هره ورځ مو تر کارونو وروسته پوست پاک کړئ

د غوړ پوست لپاره په کار ده چې په تړمو اوبو يې په يوه مناسب پاکوونکي پرېمنځئ.

هغه پاکوونکی چې استفاده ترې کوئ، په ډېر وخت سره يې وکاروئ، يانې مالش يا مساژ ته اړتيا لري، دغه توکی تر يو وخت پورې پر پوست پرېږدئ چې سينګارتوکي، غوړ او خيري له پوسته جلا کړي او اسانه پاک شي.

هر سهار مو پوست په تړمو اوبو پرېمنځئ، خو که مو پوست غوړوالی لري، له نرم پاکوونکي استفاده وکړئ.

  • خپل خوراکي پروګرام ته مو کبان ور زيات کړئ

کب په زياته اندازه امګا درې لري چې د پوست له داخله مرطوبوالی را منځ ته کوي او هغه ستونزې چې د پوست د سوروالي او يا داغونو لامل ګرځي، د هغو مخنيوی کوي. د دې تر څنګ امګا درې د پوست د ځينو ناروغيو مخنيوی هم کولای شي.

  • لوړ کيفيت لمر‌ضد کريم غوره کړئ

 د پوست د زړښت د مخنيوي، يو غوره درمل د لمر‌ضد کريمو استفاده ده، خو مېرمنې بايد دا کار په ورځ کې څو ځله وکړي.

هغه مېرمنې چې لمر ته ګرځي بايد د لمر ضد‌کريم هيڅ له ياده و نه باسي، د دوی لپاره يوازې هر سهار کفايت نه کوي، بلکې بايد بيا بيا يې وکاروي.

  • د پوست رطوبت مو ډېر کړئ

که مو پوستکی وچ وي، تر حمام‌کولو وروسته غوره ده چې له يوه مرطوبوونکي کريم څخه کار واخلئ. کولای شئ مرطوبونکي کريم په ټول بدن ووهئ او ځان ډاډه کړئ چې په پوره اندازه جذب شي.

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې