افغانستان
سلام ملګريو خدای دې تاسې سر لوړي لري!
د سرخط په دې پاڼه کې د وطن په اړه ځينې مالومات درکوو، که تاسې هم داسې مالومات لرئ، هرومرو يې له موږ سره شريک کړئ. دا مالومات مو «د سرو زرو صندق» کتاب له دويم ټوکه را اخستي دي.
- د افغانستان مساحت شپږ لکه دوه پنځوس زره دوه سوه او پنځه ويشت ۶۵۲۲۲۵ کليو مټره مربع دی.
- د واخان غره اوږدوالی ۱۴۵ کيلو مټره او سور يې ۴۵ کيلو مټره دی.
- د پامير غره اوږدوالی ۳۰۰ کيلو مټره دی، خو سور يې بيا ۱۹ کيلو مټره ته رسېږي.
- د هندکش اوږدوالی ۳۶۰ کيلو مټره دی.
- نوښاخ د اوبو له سطحې ۷ زره څلورسوه او ۷۵ مټره لوړه څوکه لري.
- سپينغر ۱۸۰ کيلو مټره اوږدوالی لري.
- تور غر ۱۵ کيلو مټره اوږدوالی لري.
- د سلمان د غرونو لړۍ ۶۰۰ کيلومټره طول لري او لوړه څوکه یې د سلمان تخت نومېږي.
- د اموسيند ټول اوږدوالی ۲۵۰۰ دوه زره او پنځه سوه کيلو مټره دی.
- د مرغابسيند ۸۰۰ اته سوه کيلو مټره اوږد دی چې ۴۵۰ څلور سوه او پنځوس کيلو مټره په افغانستان کې بهېږي.
- د هريرود سيند ۸۵۰ اته سوه او پنځوس کيلو مټره اوږد دی.
- د کابلسيند اوږدوالی له اونۍ څخه تر اټکه ۷۰۰ کيلو مټره دی.
- د هلمند سيند ټول اوږدوالی ۱۴ سوه کيلو مټره دی.
- خاشرود ۳۰۰ درې سوه کيلو مټره اوږد بهېږي.
0 نظرونه