له موبل او موکته داغونه څنګه پاکېږي؟
۸ ثور ۱۳۹۷ 121129 0 نظر کوه قاف

له موبل او موکته داغونه څنګه پاکېږي؟

کېدای شي له داسې ستونزو سره مخ شوې ياست چې پر کوچونو يا فرش مو داغونه او لکې جوړې شوې وي او تاسې يې د له منځه‌وړلو په برخه کې اندېښمنې شوې ياست؛ مګر دا کومه سخته خبره نه ده، يوازې لاندېنۍ لارې چارې تعقيب کړئ.

له موکت څخه د مارکر داغ پاکول

کېدای شي ستاسې ماشومانو او يا هم له تاسې پر موکت يا موبل د مارکر داغ کښل شوی وي، د دې د پاکولو لپاره بايد له عادي او هغه وسايلو کار واخلئ چې ستاسې په  کور کې شته.

  • نخي يا تاري دسمال
  • سپين الکول
  • د وېښتانو سپري
  • نرم مسواک

لومړی بايد نخي دسمال په سپينو الکولو لوند کړئ او په لکه شوي ځای يې په زور ووهئ، خو د دستمال وهلو پر مهال پام کوئ چې پر لکه يې داسې کش نه کړئ چې رنګ نورو خواوو ته خپور کړي، يوازې دسمال پر لکه شوي ځای کښېږدئ او فشار ورکړئ، بيا يې له هغه ځايه لېرې کړئ، دا کار هومره تکرار کړئ چې نور د داغ رنګ دسمال ته انتقال نه شي.

اوس نو بايد له يوه وچ نخي دسماله کار واخلئ چې لوندوالی يې کم کړي. وروسته د وېښتانو سپري ورباندې ووهئ، خو دا بايد غوړوالی و نه لري؛ ځکه چې غوړ او الکول کېدای شي موکت ته زيان ورسوي.

کله مو چې سپري ورباندې ووهله، د مسواک په مرسته يې په دوراني شکل ووهئ، له دې سره تاسې کولای شئ، په خورا اساني لکه پاکه کړئ، خو د پخوانيو داغونو د پاکولو لپاره بايد دا کار څو څو ځلې تکرار کړئ.

له موبل څخه د ايسکريم پاکول

کېدای شي د وخت په تېرېدو سره دا شی زيات زيان ورسوي، په کار ده چې د ايسکريم او داسې نورو توکيو له غورځېدو سره سم د هغو د پاکولو لپاره اقدام وکړئ. ايسکريم په کاچوغه د موبل له بخملي تکې پاک کړئ. وروسته يوه پاکه ټوټه پرې وموښئ.

په يوه کاسه کې دوه ګيلاسه سړې اوبه واچوئ، د چای يوه کاچوغه د ظرف‌شويي مايع ور زياته کړئ او سره منحل يې کړئ.

سپينه او پاکه ټوټه پرې لنده کړئ، د هغه اضافي اوبه وننوئ او داغ شوی ځای پرې په زور سره ووهئ. د دويم ځل لپاره بيا سپين دسمال په اوبو کې ووهئ او وروسته يې د يوې وچې ټوټې په مرسته ښه وموښئ چې لوندوالی هم له منځه لاړ شي.

 

د افغانستان موټرسايکل سپرې پېغلې؛ هدف يې چېرته ځان رسول نه، پيغام رسول و

Dec 07, 2020 29

په يوه داسې هېواد کې چې د ښځو لويه برخه يې په کورو کې تر تشدد لاندې او د نظام پر ضد په جګړه کې ډېره کارېدونکې سپرلي يې موټر سايکل ده، د يوې لېرې پرتې سيمې نجونې پر موټرسايکل [...]

که ماشوم ته تی نه ورکوئ، شکره کېږئ

Oct 15, 2018 29

امریکايې څېړونکيو له یوې تازه دېرش کلنې څېړنې وروسته وموندل هغه مېندې چې خپل ماشوم ته له شپږو میاشتو څخه ډېره موده خپل تی «شیده» ورکوي دغه چاره یې دشکرې ناروغۍ ژغوري.

له اضافي وېښتانو سره به څه کوئ؟

Oct 01, 2018 29

د مېرمنو له‌پاره د بدن پر ځينو برخو وېښتان يوه لانجمنه او اندېښمنوونکې ستونزه ده چې ډېری يې په پاکي، پل او نورو شيانو ختموي، خو د دې پر ځای چې دا وېښتان کم شي، ورځ تر بلې ډېرېږي [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې