د وخت مديريت؛  درېيمه برخه
۸ ثور ۱۳۹۷ 481652 0 نظر حسن خان درمل

د وخت مديريت؛ درېيمه برخه

د بریالیتوب د پیل ټکی

د وخت په مدیریت کې د ښه‌والي او غوره‌والي د پيل ټکی ستاسې مینه او اراده ده. تقریباً ټول خلک دا احساس کوي چې د وخت د مدیریت په اړه يې مهارتونه تر نورو غوره او ښه دي. ډېری خلک څو څو ځله تصمیم نیسي چې په متمرکز کولو، غوره لومړيتوبونو او وروسته‌والي باندې پر واکمني سره د وخت په مدیریت کې جديتوب ته ورسېږي؛ نو بیا تصمیم نیسي چې د وخت د مدیریت پر وړاندې جدي واوسېږي، یانې د وخت مدیریت جدي تعقیبوي.

د دې لپاره چې د وخت د مدیریت د پراختیا لپاره پوره مینه او علاقه ولرئ، هغه ګټې چې احساس یې کوئ ترې برخمن به شئ او باید تاسې ته لازمه انګېزه درکړي. څلورو لاملونه دي او بايد په جدي ډول تعقيب شي او د وخت په مديريت کې ځانونه ورسره بلد کړئ.

۱. هره ورځ دوه ساعته زیات ولرئ .

۲. خپلو حاصلاتو او کړنو ته ښه‌والی ورکړئ .

۳. پر کارونو باندې خپل کنټرول ډېر کړئ .

۴. له خپلې کورنۍ سره وخت تېرول مهم وګڼئ .

 

ا. په ورځ کې دوه ساعته اضافه

د هغه څه په تمرین چې په دې سیمینار کې یې زده کوئ، هره ورځ لږ تر لږه دوه ساعته اضافه ولرئ. فکر وکړئ که چېرته هره ورځ دوه ساعته اضافه کار وکړئ؛ نو څه کارونه کولای شئ چې تر سره يې کړئ؟

څه ډول پروژې به پيل او پای ته ورسوئ؟ څه ډول کتابونو به ولیکئ او چاپ کړئ؟ څه ډول څیزونه به زده کړئ او په هغو کې به مهارت ترلاسه کړئ؟ که چېرې وکولای شئ، پر خپلو ارزښتناکو دندو باندې تمرکز وکړئ؛ نو په دې دوه ساعته اضافه وخت کې څه ډول کارونه کولای شئ؟ په ورځ کې دوه ساعته اضافه که چېرته د اوونۍ په پنځو ورځو کې ضرب شي، په اوونۍ کې له لس ساعته اضافه وخت سره برابرېږي، که دا د اوونۍ لس اضافه ساعتونه د کال په پنځوسو اوونیو کې ضرب کړئ، په کال کې له پنځه سوه کاري ساعتونو سره مساوې کېږي چې دا پنځه سوه ساعته له دوولسو اوونیو او څلوېښتو ساعتونو یا که داسې ووایو چې له دریو کاري میاشتو سره برابرېږي، «یانې په یوه کال کې به درې کاري میاشتې موږ زیات کار کړی وي چې په دې دریو میاشتو کې تکړه او کاريګر انسان دومره څه کولای شي چې تصور یې هم نه کېږي.»

 په ورځ کې له دوو اضافه‌کاري ساعتونو سره کولای شئ خپل شخصي او کاري ژوند ته بدلون ورکړئ. کولای شئ خپلو ټولو موخو ته ورسېږئ او په دوه یا درې کاله کې خپله ګټه یا حاصل زیات کړئ او که شتمن هم نه شوئ، مالي خپلواکي ته خو به هرومرو ورسېږئ .

دا په دې مانا ده چې وخت اوس هم زموږ په واک کې دی، یانې که چېرې وغواړو اوس هم وخت شته کولای شو ګټه ترې واخلو او هغه څه چې موږ ته په اوسمهال کې ناشوني ښکاري، له وخته د سمې ګټې په اخيستو کولای شو هغه ممکن کړو؛ ځکه هره ستونزه، هر کار، هره موخه یوه د حل او په لاس راوړلو لاره لري، خو دا چې څه ډول او څه وخت موږ کولای شو، دا په موږ و تاسې پورې اړه لري.

په پښتو کې مشهور متل دی چې وایي «غر که لوړ دی پر سر لار لري» بیا ولې موږ ته د نړۍ کارونه ستونزمن ښکاري؟ ولې نه شو کولای په خپل ژوند کې خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږو؟ ولې هر وخت داسې وایو چې افسوس وخت راباندې تېر شو، خو هيڅ مې هم و نه کړل؟ نه په واقعيت کې داسې نه ده، بلکې هر وخت په هر عمر کې زموږ لپاره وخت دی، خو په دې شرط چې انسان وکولای شي، له هغه سمه استفاده وکړي .

دا عادت دی، که چېرته انسان یو څه ته اړتیا پيدا کړي او هغه تر لاسه نه کړي، ناهیلی کېږي او وایي زما قسمت خراب دی، زما په قسمت کې دا شی نه شته، خو اصلي خبره دا نه ده، بلکې تلاش او هڅې خپل ځای نيسي او د لاس‌ته‌راوړنو راز همدا دی.

نور بيا...

افغانستان له ازبکستان د پنځو فابریکو فعالول غوښتي

Jul 09, 2018 29

ولسمشر غني له ازبکستانه غوښتي چې د سمنټو د پنځو فابریکو په فعالولو کې هم ورسره همکاري وکړي.

د وخت مديريت؛ دويمه برخه

Apr 28, 2018 29

د بریالیتوب ګډ حالت یا بڼه

د وخت مديريت

Apr 28, 2018 29

بریالیتوب، اختیار او پوره قدرت تاسې پر هغه موخه باندې متمرکز کوي چې تاسې ورته د رسېدلو ټینګ هوډ لرئ. ( ویلفرډ، ای. پیټرسن)

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې