دغه تېږي که ښايسته هم وي، مه ورنږدې کېږئ
ملګرو څه کيسې دي؟ شپې او ورځې خوږې تېرېږي؟
ګورئ ډېر پام به کوئ چې په وړه تېروتنه مو خدای مه کړه د ژوند دا خوږې ورځې او شپې ترخې نه شي.
تاسې هم احتياط کوئ، موږ ته چې هم کومه ستاسې د خونديتوب کومه لاره رامالومېده، درسره شريکوو به يې.
د راکټ او هاوان مرمۍ، سرګلولې او داسې نورې هغه وحشي، خونکارې او بدشکله اوسپنې چې نه وي چاودېدلي، ناچاوده توکي بلل کېږي.
له تېرو کلونو او جګړو څخه ډېر دا ډول څه په کنډواله شويو سيمو او غرونو رغونو کې پاتې دي، خو له يو شمېر سيمو يې بيا ماين پاکان پاکوي او هلته نښې نښانې لګوي.
په دې ځايونو کې درې رنګه ډبرې يا ګاټې اېښودل کېږي.
سور رنګ د خطر مانا لري او له ورايه ښکاري هم، نو ځکه ماين لرونکې سيمې په سره رنګ په نښه کوي.
کله چې ماين پاکان د يوې سيمې ماينونه پاکوي، نو هلته سره بيرغونه خښوي چې خلک وپوهېږي، دې سيمې ته مين پاکان راغلي او دا سيمه له ماينونو څخه پاکوي.
خو اسماني رنګه تېږې د څه لپاره وي؟
په هغو سيمو کې چې جنګ جګړې تېرې شوې وي، الوتکو بمبار کړی وي او ناچاودېدلي توکي وي، دا تېږې هلته وي.
سپينې نښې بيا دا مانا لري چې دا سيمه د ماين او ناچاودېدلو توکو له ګواښ څخه پاکه شوې ده، خو بيا هم هر ځای کې چې ګرځئ پام کوئ، هسې نه چې کوم ماين يا بل شی پاتې وي، خدای مه کړه پرې ورپېښ نه شئ.
0 نظرونه