چاکلېټ څنګه جوړېږي؟
۷ ثور ۱۳۹۷ 105813 0 نظر انگک بنگک

چاکلېټ څنګه جوړېږي؟

د چاکلېټو په شان خوږو ملګريو سلام مې واخلئ!

له تاسې سره به دا پوښتنه هرو مرو پيدا کېږي چې چاکلېټ له څه شي جوړېږي او څه ډول جوړېږي؟نن مې په سرخط کې د چاکلېټ جوړولو په اړه يو مطلب درته چمتو کړی، راځئ ويې لولئ.

د افغانستان په مختلفو ولايتونو په تېره بيا په کابل، هرات او مزار شريف کې د چاکلېټو د توليد سترې کارخونې شته.

چاکلېټ له وچو شيدو، غوړيو، اوبو، بورې او اسانس چې يو ډول جوهر دی، جوړېږي. چاکلېټو ته د بېلابېلو مېوو اسانس يا خوند ورکول کېږي؛ ځکه چې هر څوک مختلفې ذايقې خوښوي.

د چاکلېټو مواد د جوش په وخت کې د مستو په اندازه اوبلن وي چې ١٢٠ درجې تودوخه ورکول کېږي او تر اېشولو وروسته پر دوه پوړه مېز اچول کېږي چې ساړه شي. په لاندې پوړ کې يې اوبه او په لوړ پوړ کې يې د چاکلېټو مواد اچول شوي وي.

کله چې مواد ساړه شي، کلکېږي، بيا د پېچکاري په مرسته پکی مغزيات، مربا او شات ور داخلېږي او بيا په ځانګړي ماشين پوښ ورکول کېږي؛ خو په نوره نړۍ کې دې شي ډېر توپير کړی دی او دا چاره هم په ماشينونو کېږي.

که له چاکلېټو سره جامدغوړي يو ځای شي، نه کلک او نه ډېر نرم راځي، خو که غوړي اوبلن وي، چاکلېټ ډېر نرم راځي.

په فابريکه کې څو ګرمخانې هم وي چې په ژمي کې د چاکلېټو اېشول شوي مواد د څلورو ورځو يا ٩٦ ساعتو لپاره پکې ساتل کېږي چې کلک نه شي.                 

تاسې به تر اندازې ډېر چاکلېټ او خواږه نه خورئ، ډېر زيات چاکلېټ له غاښونو سره په خوږو کې دښمني کوي.

اوس به بريټانوي ماشومان پر سپوږمۍ لوبې کوي

Dec 01, 2020 29

راتلونکی کال به د بريټانوي ماشومانو دوه ريموټي موټرونه د سپوږمۍ پر مخ ور کښته شي او بيا به ورباندې د بريټانيا د ښوونځيو ماشومان له ځمکې لوبې کوي.

مېږی او کوتره 

Oct 03, 2018 29

یو وخت د اوړي ټکنده غرمه وه، یو تږی مېږی کښته پورته ستړی ستومانه وچ حلق لالهانده په اوبو پسې ګرځېده، تر ښه ډېر وخت وروسته یې د اوبو یوه چينه پیدا کړه، مېږي د چینې څنډې ته ور [...]

زمری او موږک

Sep 12, 2018 29

يوه ورځ د ځنګله پاچا زمری ويده و، يوه کوچني موږک د زمري چار چاپېره کښته پورته ځغستل، په دې سره زمری ډېر ژر را ويښ شو، زمري په خپله لويه خپړه کې موږک را ونيو او قوي ژامه يې [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې