ګل پاچا الفت
سلام ملګريو هر وخت تر و تازه اوسئ!
تاسې د افغانستان د ليکوالو او اديبانو په اړه مالومات لرئ؟
نن د پښتو ژبې د پنځو ستوريو له ډلې يو در پېژنو، دغه ستوری ګل پاچا الفت دی.
که تاسې هم د نورو ليکوالو او ستوريو په اړه مالومات لرئ، له موږ سره يې شريک کړئ، د سرخط په پاڼو کې به يې ستاسې له تصوير سره يو ځای خپاره کړو.
ګل پاچا الفت د مير سيد پاچا زوی او د سيد قمر پاچا لمسی دی. الفت صاحب د لغمان ولايت په عزيز خان کڅ کې په ۱۹۰۹ ميلادي کال کې زيږېدلی دی. د ننګرهار او کابل په مدرسو او ښوونځيو کې يې زدهکړې کړې دي.
رسمي ماموريت يې د انيس ورځپاڼې په اداره کې پيل کړی دی. ګل پاچا الفت د رسمي دندو په ترڅ کې پر لوړو څوکيو هم دندې ترسره کړې دي.
دی دوې دورې په ولسي جرګه کې د خلکو استازی هم پاتې شوی دی. الفت صاحب د پښتو ژبې له پنځو ستوريو دی چې پښتو ژبې او ادب ته يې نه هېرېدونکي او خورا ډېر خدمتونه کړي دي.
ده ډېر کتابونه ليکلي چې مشهور يې، غوره شعرونه، غوره نثرونه، املاء او انشاء، ادبي بحثونه، ليکپوهه او نور... دي.
ګل پاچا الفت په نظم و نثر دواړو کې لوی لاس لاره او د ښه ذوق خاوند ليکوال و. غوره اشعار يې د شعرونو ټولګه او غوره نثرونه يې د معاصرو ادبي نثرونو په زړهپورې مجموعې دي.
ګل پاچا الفت په ۱۳۵۶ لمريز کال د ليندۍ مياشتې پر ۲۸ مه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. پر قبر يې نور او روح يې ښاد!
0 نظرونه